د ننګرهار ولايت په مرکز جلال اباد ښار کې د پنځه ميليونه امريکايي ډالرو په لګښت د نغلو برېښنا اړوند درېيم ټرانسفر تر جوړېدو وروسته په فعاليت پيل وکړ، چې له كبله يې په دغه ښار کې ۷۵ فيصده د برېښنا د پرچاوۍ يا نشتون ستونزه حل شوه .
د ننګرهار ولايت د رسنيو دفتر څخه خپره شوې خبرپاڼه كې د والي محمد ګلاب منګل له قوله راغلي، په جلال اباد ښار کې له وړاندې د ۷۲ مېګاواټه په ظرفيت د برېښنا د ورکړې په هدف کورنيو ته لينونه غځول شوي، چې د درېيم ټرانسفرمر په فعالېدو سره د دې ښار لپاره د ۴۰ مېګاواټه په ظرفيت برېښنا برابره شوه.
نوموړي زياته کړه، د برېښنا شرکت له لوري درېيم فعال شوى ټرانسفرمر د ۵ ميليونه امريکايي ډالرو په لګښت نصب شوى، چې د جلال اباد ښار ۱۶ زره کورنۍ يې په منظم ډول د برېښنا له نعمت څخه برخمنې کړې .
منګل همدا راز زېرى ورکړ، چې په نږدې راتلونکې کې به ننګرهار ولايت ته د ۲۲۰ مېګاواټه انتقالي برېښنا د لينونو غځولو په هدف د سروې چارې هم پيل شي، چې د چارو په وروستي کېدو سره به د ننګرهار ولايت د مرکز او ولسواليو ترڅنګ د ختيځو نورو ولايتونو د برېښنا ستونزه هم حل شي.


