جمهور رئيس محمد اشرف غني پرون مازيګر د قزاقستان پايتخت استانه كې د شانګهای د همکاريو سازمان د مشرانو ناستې په څنډه کې د ايران د بهرنيو چارو وزير محمد جواد ظريف سره وکتل.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر څخه خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي، چې ظريف د افغان دولت په مشرۍ د کابل پروسې کنفرانس مثبت وباله او ويې ويل، د ايران دولت د ياد کنفرانس له جوړېدو ملاتړ کوي، د سولې او ثبات ټينګښت او سيمه ييزې همکارۍ کې يې رول مهم بولي.
دواړو غاړو په بېلابېلو برخو کې د همکاريو د پراختيا په ځانګړي ډول تروريزم سره د مبارزې په اړه خبرې وکړې او زياته يې كړه، وروستيو پېښو وښوده، چې تروريزم نه يوازې افغانستان، بلکې د سيمې او نړۍ نورو هېوادونو ته هم يو جدي ګواښ دى او بايد ټول هېوادونه يې له توپير پرته په ضد مبارزه وکړي.
په دې ليدنه كې د ايران او افغانستان ترمنځ په بېلابېلو برخو کې د ګډې همکارۍ پر پنځه ګونو کمېټو هم بحث وشو.
دواړو لورو څرګنده کړه، چې بايد جوړې شوې کمېټې ژر عملي پلانونه ترتيب كړي او په همدې هدف دې د افغانستان يو پلاوى ايران ته سفر وکړي.


