لومړني راپورونه وايي، چې د کندهار ښار د څلورمې حوزې اړوند د يارانه مارکېټ مخامخ يوه کور ته وسله وال ننوتي او له امنيتي ځواکونو سره يې نښته پيل کړې ده.
سيمه اوس مهال د افغان ځواکونو له لوري کلابنده شوې.
له بل لوري د کندهار د والي وياند صميم خپلواک کليد ته وويل، چې امنيتي ځواکونو غوښتل يو وسله وال کس چې په دې سيمه کې پټ و، ژوندی ونيسي خو له امنيتي ځواکونو سره يې جګړه پيل کړه.
خپلواک وايي، تر دې مهاله د دغې پېښې په تړاو پوره جزيات نه لري.


