ads

د هلمند په بست روغتون کې ناروغان د بسترونو له نه شتونه شکايت کوي

د هلمند د بست روغتون يو شمېر ناروغان او د هغوی پايوازان په دغه روغتون کې د ځای له نشتوالي سر ټکوي.
دوی وايي، ډېر کله ناروغان پر ځمکه کښېني او د شپې خوب نه شي کولای.

نویسنده: sarwan
18 غبرګولی 1396
د هلمند په بست روغتون کې ناروغان د بسترونو له نه شتونه شکايت کوي

د هلمند د بست روغتون يو شمېر ناروغان او د هغوی پايوازان په دغه روغتون کې د ځای له نشتوالي سر ټکوي.
دوی وايي، ډېر کله ناروغان پر ځمکه کښېني او د شپې خوب نه شي کولای.
له بل لوري د هلمند د بست ولايتي روغتون مشر ډاکټر نثار احمد بارک وايي، که څه هم د دغه روغتون په تشکيل کې د ۱۵۰ ناروغانو لپاره بسترونه لري، خو اوس مهال يې د بې پولې ډاکټرانو په مرسته ۳۲۷ بسترونه چمتو کړي دي.
دوی مني چې دغه بسترونه هم کافي نه دي او کله کله په دغه روغتون کې د ناروغانو شمېر ۵۰۰ ته رسېږي.
له بل لوري د هلمند د عامې روغتيا رييس ډاکټر مولاداد توبه ګار هم مني، چې په دغه روغتون کې د ځای نشتوالي ستونزه پر ځای ده.
نوموړی وايي، دغه روغتون ته دوه نوې ودانۍ رغول شوې دی، خو تر دې مهاله روغتون نه دی ورلېږدول شوی او په دې برخه کې ولايتي ادارې ورسره مرسته نه ده کړې.
د يادولو ده، چې اوس مهال په هلمند کې ۷۳ روغتونونه فعاليت لري، چې د بست په ګډون څلور روغتونونه په مرکز لښکرګاه او ۶۸ نور په ولسواليو کې خدمات وړاندې کوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA