ads

حکمتيار له حکومت او لاريون کوونکو د زغم غوښتنه وکړه

د حزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتيار په کابل کې د وروستيو پېښو او لاريونونو په تړاو وويل، چې تحصن کوونکي بايد په خپلو غوښتنو له سره غور وکړي او حکومت هم بايد زغم ولري.

نویسنده: sarwan
18 غبرګولی 1396
حکمتيار له حکومت او لاريون کوونکو د زغم غوښتنه وکړه

د حزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتيار په کابل کې د وروستيو پېښو او لاريونونو په تړاو وويل، چې تحصن کوونکي بايد په خپلو غوښتنو له سره غور وکړي او حکومت هم بايد زغم ولري.
نوموړي چې د پنجشنبې په ورځ په کابل کې خبري ناستې ته خبرې کولې ټينګار وکړ، چې لاريون، تحصن او د خېمو درول د هېواد د هر وګړي حق دی خو لاريون کوونکي حق نه لري، چې لارې وتړي او د خلکو د ځورېدو سبب شي.
حکمتيار له امنيتي ځواکونو سره نښته، خلکو ته سپکاوی او په لويو لارو له وسلو سره راوتل وغندل او ويې ويل، هېوادوال حق لري، چې د بدلون غوښتنه وکړي او د حکومت په کړنلاره نيوکه وکړي خو هېڅوک حق نه لري، چې د لاريونونو او زور له لارې په حکومت کې د ډېرې ونډې غوښتنه وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره اونۍ د کابل په وزير محمد اکبرخان سيمه کې موټر بم بريد ترسره شو او له کبله يې تر سلو ډېر کسان مړه او تر ۴ سوو ډېر ټپيان شول.
تر دې بريد وروسته د حکومت په ضد لاريونونه ترسره شول، چې په تاوتريخوالي واوښتل او څو کسانو ته په کې مرګ ژوبله هم واوښته او له هغه وروسته د تحصن خېمې ودرول شوې.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA