ads

حزب اسلامي له ګاونډيو هېوادونو په افغانستان کې د جګړې درولو غوښتنه وکړه

د حزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتيار وايي، ګاونډي هېوادونه دې په افغانستان کې له لاسوهنې ډډه وکړي او په جګړه دې پانګونه بنده کړي.

نویسنده: sarwan
18 غبرګولی 1396
حزب اسلامي له ګاونډيو هېوادونو په افغانستان کې د جګړې درولو غوښتنه وکړه

د حزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتيار وايي، ګاونډي هېوادونه دې په افغانستان کې له لاسوهنې ډډه وکړي او په جګړه دې پانګونه بنده کړي.
نوموړي، چې نن په کابل کې خبري ناستې ته خبرې کولې ټينګار وکړ، چې ګاونډي هېوادونه بايد اوس پوهېدلې وي، چې د دغه جګړې اور دوی ته هم ورسېدلی او ټوله سيمه د جګړې په اور کې سوځي.
نوموړي که څه هم د کوم هېواد نوم واخيست خو ويې ويل، چې افغانان له يوه ډېر ذليل او ناځوانه دښمن سره مخ دي، چې په ظاهر کې خوږه ژبه کاروي خو په پټه خپلې دښمنۍ ته دوام ورکوي.
دا په داسې حال کې ده چې په وروستيو کې پاکستان او ايران په افغانستان کې په لاسوهنو تورن شوي دي او افغان حکومت د کابل په وروستي بريد کې هم د پاکستان استخباراتي شبکه او د حقاني شبکه په لاس لرلو تورنې کړې، خو پاکستان تل دغه ډول تورونه رد کړي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA