جمهور رئيس محمد اشرف غني پرون مازديګر د يو لوړ پوري دولتي پلاوي په مشرۍ د شانګهای د همکاريو سازمان د مشرانو په ۱۷ غونډه کې د ګډون په هدف په دوه ورځني سفر د قزاقستان پلازمېنې استانې ته ولاړ.
له ارګه کليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې جمهور رئيس غني به په دغه سفر کې د شانګهای د همکاريو سازمان د مشرانو په ۱۷ غونډه کې پرګډون او وينا سربېره د ګډون کوونکو هېوادونو له يو شمېر مشرانو او چارواکو سره هم کتنې ولري.
له جمهور رئيس سره په دې سفر کې د ملي امنيت سلاکار محمد حنيف اتمر، د زيربناوو په چارو کې د جمهور رئيس سترسلاکار ډاکټرهمايون قيومي، د مشترک المنافع هېوادونو په چارو کې د جمهور رئيس ځانګړی استازی محمد شاکر کارګر او د عامه اړيکو او ستراتيژيکو ارتباطاتو په چارو کې د جمهور رئيس ستر سلاکار شاه زمان ميوندي ملتيا کوي.


