ads

کندهار کې د ملي يووالي په نوم غونډې د حکومت پر ضد وروستي لاريونونه وغندل

د کندهار چارواکو او قومي مشرانو د ملي یوالي په نوم په یوه جوړه شوې غونډ کې وویل، چې په هېواد کې ځينې سیاسي کړۍ د بهرنیو استخباراتي کړيو په لمسون هڅه کوي، چې د قومونو په بېلوالي سره د هېواد د تجزيې لپاره لاره هواره کړي.

نویسنده: sarwan
17 غبرګولی 1396
کندهار کې د ملي يووالي په نوم غونډې د حکومت پر ضد وروستي لاريونونه وغندل

د کندهار چارواکو او قومي مشرانو د ملي یوالي په نوم په یوه جوړه شوې غونډ کې وویل، چې په هېواد کې ځينې سیاسي کړۍ د بهرنیو استخباراتي کړيو په لمسون هڅه کوي، چې د قومونو په بېلوالي سره د هېواد د تجزيې لپاره لاره هواره کړي.
په کندهار کې د ملي یوالي په نوم د یوې سترې غونډې پر مهال د کندهار والي، قومي مشرانو او ګڼ شمېر مخورو د حکومت پر ضد د وروستيو لاریونونو غندنه وکړه او ګواښ یې وکړ، چې د ټولو هغو هڅو مخه به نیسي، چې د نظام د چپه کېدو لپاره پلان شوې دي.
دوی د هېواد په پلازمېنه کابل کې د حکومت ضد لاریونونو د غندني تر څنګ ځينې سیاسي کړۍ د پاکستان له استخباراتي ادارې (ای ایس ای) سره د نا امنیو لپاره په همکارۍ تورنې کړې.
د کندهار والي زلمي ویسا وویل، په وروستیو کې ځینو کړيو د هېواد په کچه په قومونو کې د وېش هڅې پیل کړې دي او غواړي له بېلابېلو ادرسونو په دې برخه کې خپل شوم پلانونه تطبيق کړي.
ويسا په خپلو خبرو کې زياته کړه، افغانان که څه هم ستونزې لري، خو بل ته د مداخلې اجازه نه ورکوي.
غونډې ته قومي مشر ګل اغا شېرزي وويل، چې په اوسني وخت کې د ولسونو يووالي ته اړينه اړتيا ده.
نوموړي په پلازمېنه کابل کې وروستي لاریونونه د هېواد په زیان وبلل او خبرداری يې ورکړ، چې په خپل ټول ولسي ځواک سره به د هغو پلانونو مخنیوی وکړي، چې د بهرنیو کړيو په مټ د حکومت د کمزوري کېدو په موخه طرحه شوي دي.
د غونډې یو شمېر نورو ګډون والو دغه راز د حکومت ضد وروستي لاریونونه د هغو ډلو او سیاسي کړيو کار وګڼه، چې په وینا يې د بهرنیو په لمسون د هېواد تجزیې ته لاره هواروي.
دا په داسې حال کې ده، چې په کابل کې دامنیتي پېښو پرضد لاریون ځینو سیاست والو په سیاسي ګټو او قومي نفرت واړوه، چې دې کار د ملت پالو خلکو اوډلو غبرګونونه هم درلودل.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA