ads

محمد حنيف اتمر د ترهګرۍ په وړاندې پر ګډې مبارزې ټينګار وکړ

د ملي امنيت سلاکار محمد حنيف اتمر تېره ورځ د خپل کار په دفتر کې د کاناډا د بهرنيو چارو وزارت مرستيال ډونالډ بوبياش سره په کتنه د ترهګرۍ په وړاندې پر ګډې مبارزې ټينګار وکړ.

نویسنده: sarwan
17 غبرګولی 1396
محمد حنيف اتمر د ترهګرۍ په وړاندې پر ګډې مبارزې ټينګار وکړ

د ملي امنيت سلاکار محمد حنيف اتمر تېره ورځ د خپل کار په دفتر کې د کاناډا د بهرنيو چارو وزارت مرستيال ډونالډ بوبياش سره په کتنه د ترهګرۍ په وړاندې پر ګډې مبارزې ټينګار وکړ.
د ملي امنيت شورا دفتر څخه خپره شوې خبرپاڼه كې د بوبياش له قوله راغلي، چې د کاناډا د حکومت رهبري او خلک په افغانستان کې د سولې له پروسې څخه په کلکه ملاتړ کوي.
د نوموړي په وينا، د افغانستان د سولې په بهير کې د سيمې د هېوادونو مرسته د پام وړ رول لري.
بوبياش زياته كړه، د سيمې هېوادونو هم محسوسه کړې، چې د افغانستان ثبات د سيمې پر پرمختګ او ثبات ټاکونکې اغېزه لري.
د ملي امنيت شورا د دفتر په خبرپاڼه كې زياته شوې، دواړه لورو هوکړه وکړه، چې د ګډ دښمن او ګډو ګواښونو په وړاندې د ګټورو او شريکو اقداماتو د پراختيا په هدف به د دولتونو په کچه دوه اړخيزو هلو ځلو ته دوام ورکوي.
د سرچينې په وينا، په دې ناسته کې پر يو لړ نورو د علاقې وړ موضوعاتو هم بحث وشو.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA