د غزني د پوهنې رياست چارواکي وايي، د ياد ولایت په جاغوري ولسوالۍ کې د یوه ښوونځي دېرش تنه نجونې مسمومې شوې دي.
د دغه ولایت د پوهنې ریس محمد عابد عابد له کلید راډیو سره په خبرو کې وویل، چې تېره ورځ د غزني ولایت په جاغوري ولسوالۍ کې د سلطان په نوم په یوه ښوونځي کې دا پېښه رامنځ ته شوې ده، چې تر اوسه پورې یې لامل مالوم نه دی، خو ښايي د هوا د ګرم والي له کبله يادې نجونې مسمومې شوې وي.
عابد زیاته کړه، تر دې څو ورځې وړاندې هم په همدغه سيمه کې په یوه بل ښوونځي کې د ښوونځي یو شمېر نجونې مسمومې شوې وې.
د يادونې وړه ده، چې څو ورځې وړاندې د غزني په مرکز کې د لېسه نسوان خاک غریبا په نوم د یوې لېسې تر سلو پورې نجونې مسمومې شوې وې.


