ads

عبدالله افغانستان كې د سولې او امنيت د ټينګښت لپاره د نړيوالې اجماع غوښتنه وکړه

د ملي يووالي حكومت اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله پرون ناوخته د كابل پروسې په نوم د نړيوالې غونډې په وروستۍ برخه كې په افغانستان كې د سولې او امنيت د ټينګښت لپاره د ملي يووالي او نړيوالې اجماع غوښتونكى شو.

نویسنده: sarwan
17 غبرګولی 1396
عبدالله افغانستان كې د سولې او امنيت د ټينګښت لپاره  د نړيوالې اجماع غوښتنه وکړه

د ملي يووالي حكومت اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله پرون ناوخته د كابل پروسې په نوم د نړيوالې غونډې په وروستۍ برخه كې په افغانستان كې د سولې او امنيت د ټينګښت لپاره د ملي يووالي او نړيوالې اجماع غوښتونكى شو.
هغه په كابل او هرات كې وروستيو خونړيو بريدونو ته په اشارې وويل، چې د افغانستان خلكو زيات غم زغملى، خو غواړي په هېواد كې يې سوله او امنيت ټينګ شي.
د عبدالله په خبره، د افغانستان حكومت په هېواد كې د امنيت ټينګښت لپاره زياتې هڅې كوي، د دې كار لپاره بايد ټول قشرونه يو ځاى شي، تبعيض څنګ ته كړي، خو د دې كار د ترسره كولو لپاره يې نړيواله اجماع هم مهمه وبلله.
د حكومت اجرائيه رئيس ټينګار وكړ، له هغو ډلو سره، چې مذاكرې ته چمتو دي، بايد خبرې وشي او هغه كسان، چې له ترهګرۍ او ترهګرو ډلو ملاتړ كوي، له هغوى سره له مبارزې پرته بله لار نشته، بايد په وړاندې يې مبارزه وشي.
دا په داسې حال كې ده، چې جمهور رئيس محمد اشرف غني په ياده غونډه كې وويل، که چېرې د دواړو لورو د منلو وړ د سولې د لار- نقشې د جوړولو لپاره هوکړه وشي، دوى به د طالبانو ډلو ته اجازه ورکړي، چې د نمايندګۍ يو دفتر خلاص کړي، ترڅو دواړه لوري‌ په خونديتوب سره وکتلای شي. ‌

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA