ads

جمهور رئيس غني: تروريستي ګروپونه سيمې لپاره ستر خطر دی

جمهور رئيس محمد اشرف غني پرون په ارګ کې د کابل پروسې د کنفرانس په څنډه کې د ايران د بهرنيو چارو وزارت مرستيال ابراهيم رحيمپور سره وکتل.

نویسنده: sarwan
17 غبرګولی 1396
جمهور رئيس غني: تروريستي ګروپونه سيمې لپاره ستر خطر دی

جمهور رئيس محمد اشرف غني پرون په ارګ کې د کابل پروسې د کنفرانس په څنډه کې د ايران د بهرنيو چارو وزارت مرستيال ابراهيم رحيمپور سره وکتل.
د ارګ په خبرپاڼه كې راغلي، چې جمهور رئيس غني د افغانستان له لارې د سيمې وصلولو ته په اشارې وويل، د رېل پټلۍ په وسيله د افغانستان او تاجکستان له لارې چين سره د ايران له نښلولو سره به سيمه کې سوداګري وده وکړي او اقتصادي تحرک به رامنځته شي.
هغه همدارنګه په افغانستان کې د اوبو د مديريت په اړه يادونه وکړه او زياته يې كړه، په دې برخه افغانستان ښه پرمختګ کوي او داسې طرحې يې چمتو کړي، چې په نږدې وخت به کې عملي شي او ورسره به په نړيوالو معيارونو د اوبو مديريت ته لار اواره شي.
جمهور رئيس غني تروريستي ګروپونه د سيمې لپاره يو ستر خطر او تهديد وباله او د دغه تهديد د دفع کولو لپاره يې د هغوى په ضد پر ګډې همکارۍ او مبارزې ټينګار وکړ.
بلخوا د ايران د بهرنيو چارو وزارت مرستيال ابراهيم رحيمپور د افغانستان او سيمې لپاره د جمهور رئيس غني لوړه مفکوره او اقتصادي برنامې وستايلې او هغه يې د ګاونډيانو په ګډون د ټولې سيمې لپاره ګټورې وبللې.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA