د ملي امنيت سلاکار محمد حنيف اتمر د سې شنبې په ورځ په كابل كې د ترکيې د بهرنيو چارو وزارت مرستيال ايلدېز سره پر دوه اړخيزو اړيکو خبرې وکړې.
د ملي امنيت شورا دفتر وايي، چې دواړو لورو د ترهګرۍ په وړاندې د ګډې مبارزې او د تروريستي فعاليتونو د مخنيوي په هدف د اطلاعاتي همکاريو پر دوام او پراختيا بحث وکړ.
افغان او ترکي چارواکو په دې ناسته کې د ترهګريزو شبکو د تحرکاتو خلاف په وخت اطلاعات مهم وبلل.
په دې دوه اړخيزو بحثونو کې د افغانستان او سيمې په وړاندې د ګډ دښمن د تعريف او د ترهګرۍ په ضد د ګډې مبارزې پر څرنګوالي مفصل بحث وشو.
د ترکيې د بهرنيو چارو وزارت مرستيال وويل، هېواد يې چمتو دى، چې د افغانانو په مشرۍ د سولې له بهير سره مرسته وکړي.
هغه زياته كړه، چې د سولې او مذاکراتو په برخه کې له پرمختګونو څخه د ترکيې سياسي رهبري پوره ملاتړ کوي. د دې ترڅنګ د دواړو هېوادونو ترمنځ د تعليم او زده کړو په برخه کې پراختيايي چارې تر بحث لاندې ونيول شوې. دواړو لوريو هوکړه وکړه، چې د افغانستان او ترکيې ترمنځ به د پوهنې او لوړو زده کړو په برخه کې اوسنيو فرصتونو ته انکشاف ورکوي.


