ads

په ګرشك كې د ملكي وګړو په موټر د ماين چاودنه دوه تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده

د هلمند سيمه ييز چارواكي وايي، د دغه ولايت په ګرشك ولسوالۍ كې د ملكي وګړو په موټر د ماين چاودنه او وسلوال بريد شوى.

نویسنده: ISMAT MAYAR
16 غبرګولی 1396
په ګرشك كې د ملكي وګړو په موټر د ماين چاودنه دوه تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده

د هلمند سيمه ييز چارواكي وايي، د دغه ولايت په ګرشك ولسوالۍ كې د ملكي وګړو په موټر د ماين چاودنه او وسلوال بريد شوى.
د ګرشك ولسوال محمداسماعيل خپلواك كليد ته وويل چې په ياده پېښه كې دوه تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
نوموړي په ورته وخت كې زياته كړه چې نن سهار د ګرشك د روغتون مخې ته د پوليسوپه يوه رېنجر موټر هم د مقناطيسي ماين چاودنه شوې خو مرګ ژوبله نه لري.
خو د دولت وسلوالو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA