ads

په پروان كې مخدره توكي ښكاره پلورل كيږي

د پروان ښاروال وايي، په دغه ولايت كې مخدره توكي په ښكاره پلورل كيږي، نوموړي يادې څرګندونې د سې شنبې په ورځ د خبريالانو د مصؤنيت د كمېټې په ناسته كې وكړې

نویسنده: ISMAT MAYAR
16 غبرګولی 1396
په پروان كې مخدره توكي ښكاره پلورل كيږي

د پروان ښاروال وايي، په دغه ولايت كې مخدره توكي په ښكاره پلورل كيږي، نوموړي يادې څرګندونې د سې شنبې په ورځ د خبريالانو د مصؤنيت د كمېټې په ناسته كې وكړې.
خواجه روح الله صديقي په ياده ناسته كې په امنيتي ارګانونو كلكې نيوكې وكړې چې ولې د مخدره توكو د پلورونكو په پيژندلو او نيولو كې جدي اقدام نه كوي او زياته يې كړه چې د چاريكارو په ښار كې ۶۲ كورنۍ په ښكاره توګه مخدره توكي پلوري.
صديقي زياته كړه چې پوليس هم په ياد ولايت كې د مخدره توكو په پلورلو خبر دي خو تر اوسه يې هيڅ اقدام ن دى كړى.
په همدې حال كې د پروان د والي مرستيال شاولي شاهد په دې اړه د سيمه ييزې ادارې پاتې راتلل مني خو زياتوي چې په دې اړه به كوټلي ګامونه اوچت كړي.
په ورته وخت كې د پروان د امنيې قوماندان محمدزمان مموزى وايي چې د دغه ولايت د ښاروال څرګندونې به له دوى سره د مخدره توكو د كارو باريانو په نيولو كې مرسته وكړي.
دا په داسې حال كې ده چې په پروان ولايت كې مخدره توكي او وسلوال غله ورځ تربلې زياتيږي خو د پروان پوليس يې لامل د دوى د تشكيلاتو كموالى يادوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA