ads

كابل پروسې غونډه دوام لري

كابل پروسې ترنامه لا ندې نړيواله غونډه نن په كابل كې روانه ده، په ياده غونډه كې له تروريزم سره د مبارزې او په افغانستان كې د سولې او ثبات په راتګ بحث او خبرې كيږي.

نویسنده: ISMAT MAYAR
16 غبرګولی 1396
كابل پروسې غونډه دوام لري

كابل پروسې ترنامه لا ندې نړيواله غونډه نن په كابل كې روانه ده، په ياده غونډه كې له تروريزم سره د مبارزې او په افغانستان كې د سولې او ثبات په راتګ بحث او خبرې كيږي.
يادې غونډې ته په پيل كې د افغانستان جمهوررئيس محمداشرف غني وينا وكړه او نوموړي په خپله وينا كې له نړيوالو له تروريزم سره په مبارزه كې د همكارۍ غوښتنه وكړه او په ځانګړې توګه له پاكستان څخه يې وغوښتل چې خپل دريځ روښانه كړي چې په افغانستان كې څه غواړي.
جمهوررئيس په ورته وخت كې ټينګار وكړ چې يو باثباته افغانستان د ټولې سيمې او نړۍ په ګټه دى، هغه په ورته وخت كې په طالبانو هم غږ وكړ چې د سولې خبرو ته كيني او خبردارى يې وركړ چې دا د طالبانو لپاره د سولې وروستى فرصت دى.
جمهوررئيس غني ويلي طالبان كولى شي چې د خپلو استازو لپاره سياسي دفتر هم پرانيزي خو هغه د دفتر ځاى نه دى په ګوته كړى.
جمهوررئيس غني په ورته وخت كې د امنيتي ځواكونو په ځانګړې توګه د پوليسو په ليكو كې په اصلاحات هم ټينګار وكړ.
ياده غونډه اوس هم روانه ده او وروستۍ پايله به يې د ورځې په پاى كې اعلان شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA