د حزب اسلامي مشر ګلبدين حكمتيار د تركيې له اناتولي اژانس سره په مركه كې د سيمې يو شمېر هيوادونه په افغانستان كې جګړې ته په لمن وهلو تورن كړل.
حكمتيار له اناتولي اژانس سره په خبرو كې ويلي چې په هيواد كې د واك د ترلاسه كولو لپاره لېوالتيا نه لري، هغه په افغانستان كې د يوې تلپاتې او داسې سولې چې ټولې مخالفې ډلې پكې شاملې وي هيله څرګنده كړې او ويلي يې دي چې په هيواد كې د جګړې پاى ته رسېدل رانژدې شوي دي.
د حكمتيار په خبره، طالبان اوس په دې پوهېدلي دي چې د جګړې له لارې هيڅ شى په لاس نه ورځي او يوازې خلك ستړي كيږي او زيان ويني.
د حزب اسلامي مشر زياته كړې چې د سيمې يو شمېر ځواكمن هيوادونه هيڅكله نه غواړي چې په افغانستان كې جګړه پاى ته ورسيږي.
نوموړى زياتوي چې د افغانستان اصلي ستونزه د سيمې د يو شمېر ځواكمنو او شتمنو هيوادونو له خوا ده چې په دغه هيواد كې كورنۍ جګړې ته لمن وهي او د خپلو ګټو لپاره په دغه جګړه پانګونه كوي.


