ads

ازبكستان له افغانستان سره د اقتصادي اړيكو پراخوالي ته لېواله دى

ازبكستان وايي، له افغانستان سره د اقتصادي اړيكو پراخوالي ته لېواله دى.
د افغانستان لپاره د ازبكستان ځانګړي استازي عصمت الله ايرګاشيف نن له جمهوررئيس اشرف غني سره د كابل پروسې د ناستې په څنډه كې په ارګ كې وكتل.

نویسنده: ISMAT MAYAR
16 غبرګولی 1396
ازبكستان له افغانستان سره د اقتصادي اړيكو پراخوالي ته لېواله دى

ازبكستان وايي، له افغانستان سره د اقتصادي اړيكو پراخوالي ته لېواله دى.
د افغانستان لپاره د ازبكستان ځانګړي استازي عصمت الله ايرګاشيف نن له جمهوررئيس اشرف غني سره د كابل پروسې د ناستې په څنډه كې په ارګ كې وكتل.
هغه  د کابل پروسې  جوړيدل بريالي وارزول او يو ځل بيا يې په بېلابېلو برخو کې له افغانستان څخه د ازبکستان ملاتړ په ډاګه کړ.
عصمت الله ايرګاشيف وويل، ازبکستان له افغانستان سره د خپلو اقتصادي اړيکو پراخولو ته لېواله دى او د دغه هېواد اړوند ټيمونه  به د هغو اقتصادي  پروګرامونو په اړه چې دواړو هېوادونو ورباندې توافق  کړى دى، کار کوي.
جمهوررئس غني له عصمت الله ارګاشف څخه د کابل پروسې په ناسته کې د ګډون او دغه راز  يې په بېلابېلو برخو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ او همغږۍ د رامنځته کېدو له كبله، مننه وکړه.
جمهوررئس غني وويل، د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د اوسپنې پټلۍ، برېښنا انرژۍ، ترانزيټ، د سوداګريزو مالونو د راکړې ورکړې، کرنې او کورجوړونې په برخو کې د همکاريو د پراخولو اړتيا ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA