ads

كوچيان پوهنيزو او روغتيايي اسانتياوو ته لاسرسی نه لري

د پکتیا ولایت د کوچیانو استازي او مشران وایي، پوهنيزو او روغتيايي اسانتياوو ته لاسرسی نه لري او په دې برخو کې شته ستونزو يې ژوند تریخ کړی.

نویسنده: sarwan
15 غبرګولی 1396
كوچيان پوهنيزو او روغتيايي اسانتياوو ته لاسرسی نه لري

د پکتیا ولایت د کوچیانو استازي او مشران وایي، پوهنيزو او روغتيايي اسانتياوو ته لاسرسی نه لري او په دې برخو کې شته ستونزو يې ژوند تریخ کړی.
کوچيان وايي، که څه هم د افغانستان د وګړو په توګه حق لري چې حکومت په دې برخو کې د دوی ستونزې هوارې کړي او ښوونځي او روغتونونه ورته جوړ کړي، خو تر دې مهاله په دې برخه کې له دوی سره څه نه دي شوي او له سختو ستونزو کړېږي.
په پکتیا ولایت کې د کوچیانو مشر حاجي عزیز خان کلید ته وویل، د سیارو ښوونځیو، روغتیایي مرکزونو او څړځایونو نشتون یې اساسي ستونزې دي او حکومت ورته پام نه دی کړی: ((له اندازې زياتې ستونزې لرو، نه ګرځنده کلينيکـونه لرو، نه ګرځنده ښوونځي؛ که څه هم زموږ يو شمېر کسان اوس مهال ځايي شوي هم دي، خو له هغوی سره يې هم هېڅ ډول مرسته نه ده کړې، موږ محروم پاتې يو، نه ښوونځي لرو، نه کلینک لرو او نه هم مدرسه، له حکومت غواړو چې په دې برخو کې راسره مرسته وکړي او جدي کار وکړي.))
خو عزيزخان هومره ډاډه نه دی چې حکومت به ورسره مرسته وکړي نوموړی وايي، د زورواکـو لخوا يې د څړځايونو غصب او د حيواني کلينيکـونو نشت د مالدارۍ ژوند له ګـواښ سره مخ کـړی او که اړوندې حکومتي ادارې همداسې بې غوري وکـړي، ژوند به يې نور هم سخت شي.
د نوموړي په خبره، حکومت باید د دوی د څړځایونو په بېرته راګرځولو کې له دوی سره مرسته وکړي او دوی داسې حیواني کلنيکونو ته اړتيا لري چې د څارويو د ناروغۍ پر وخت ترې ګټه واخلي او د څارويو د له منځه تلو مخه ونيول شي.
له بل لوري مدني فعاله او د ځوانانو د پارلمان غـړې رحميه نيازۍ وايي، د کـوچيانو په نوم راغلي امتيازات د ځينو کـسانو لخوا خـوړل کـيږي او کـوچيانو ته نه رسيږي: ((زه يې شاهده يم چې هرکال ان تر ۱۶ پورې تحصيلي بورسونه د کـوچيانو وروڼو يا خويندو لپاره راغلي دي، خو بدبختانه په هغو بورسونو کې هېڅ کوچی ورور يا خور نه ده تللې، یعنې پلورل شوي دي. د کـوچيانو په نوم مرستې اصلاً کـوچيانو او مستحقو کـسانو ته نه دي رسيدلې.))
د نیازۍ په خبره، د چارواکو لخوا دا ډول توپیري چلندونه د کوچیانو او ځایي وګړو ترمنځ بې باوري پیداکوي.
د کـوچيانو چارو د سمون د لوی رياست استازي او د دې ادارې د څېړنې د برخې متخصص ډاکـټر حفيظ الله بیا وایي، دوی په ټولو ولايتونو کې د کـوچيانو ستونزې اوري او د حل په هدف يې له اړوندو ادارو سره شريکـوي: ((لومړی پوهنه، بيا روغتيا او په درېيم ګام کې اوبو او څړځایونو ته نه لاسرسی يا کموالی د دوی لويې ستونزې دي؛ د کـوچيانو چارو د سمون لوی رياست اجرايوي صلاحيت نه لري، خو د هـرې برخې ستونزې يې له اړوندې ادارې سره شريکوو او ترې غواړو چې د کوچيانو دغه ستونزې حل کړي.)) د حفیظ الله په خبره، د کوچیانو ستونزې او مشکلات جدي دي او دوی به یې حتماً له اړوندو ادارو سره د حل په هدف شريکوي.
کوچيان داسې مهال له خپلو ستونزو سر ټکوي چې په وروستیو کې په ټول افغانستان کې د کوچيانو لپاره شرایط سخت شوي، څړځايونه يې د سيمه ييزو زورواکو له لوري غصب شوي دي او دغه راز په يو شمېر سيمو کې وچکالۍ هم د دوی ژوند سخت کړی دی. پر دې سربېره پوهنيزو او روغتيايي بنسټونو ته نه لاسرسی هغه ستونزه ده چې له ډېرو کلونو راهيسې کوچيان په جدي ډول ورسره مخ دي او تر دې مهاله په دې برخه کې د هېڅ حکومت له لوري هم عملي کارونه نه دي شوي او که شوي هم وي په سمبولیکه بڼه دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA