په داسې حال کې چې په وروستیو کې د افغان کورنیو اقتصادي وضعیت خراب شوی او کاروبارونه هم په ټپه ولاړ دي، د خوست ولایت ډېری محصلين د پوهنتون تر څنګ کار هم کوي، دوی له يوه لوري خپل لګښتونه پوره کوي او له بل لوري له خپلې کورنۍ سره په اقتصادي چارو کې مرسته کوي.
که څه هم دغه ټول محصلين منظمې دندې نه لري خو لږ تر لږه يې ځانونه بوخت کړي او د ځان او کورنۍ د لګښتونو پوره کولو هڅه کوي.
خو دغه محصلين له حکومت غوښتنه کوي چې د کار لپاره ورته مناسب چاپېریال او فرصتونه رامنځته کړي څو د زده کړو تر څنګ منظم کار ولري او د اقتصاي ستونزو په لرې کولو کې بريالي وي.
دغه محصلين داسې مهال د زده کړو تر څنګ کار هم کوي چې اوس مهال په افغانستان کې بې کاري زياته ده او حتا ډېری له پوهنتونونو فارغان هم بې کاره دي. خو دغه محصلين وايي، هڅه او کوښښ يې کړی او د ځان لپاره يې يوه بوختیا موندلې ده، دوی ټينګار کوي چې که هر څوک وغواړي د ځان لپاره یو بوختیا ومومي او په ډېرو منظمو او لوړ معاش لرونکو کارونو پسې لاړ نه شي، د کار موندل هومره ستونزمن نه دي.
د خوست د شیخ زاید پوهنتون د ټولنیزو علومو د پوهنځي محصل سيد ولي، له درسي ساعتونو وروسته خټګري کوي، خو وایي چې کار یې په زده کړو هېڅ اغېز نه دی کړی: ((زما پوهنتون له غرمې وروسته پیلېږي او له هغې مخکې کار ته ځم، چې کله راشم بیا هم تر ماښامه په کار بوخت یم.))
نوموړی زياتوي، هره میاشت له اتو نیولې تر لسو زرو پورې پیسې ګټي، چې د ځان او کورنۍ لګښتونه ترې پوره کوي.
غریبکار محصلین دا د ځان لپاره کومه ستونزه نه بولي او وایي، کلکه اراده کولای شي، یو څوک له هر ډول ازموینو بریالی وباسي.
رفیق شاه اتل د انجینري پوهنځی محصل دی، نوموړی د زده کړو تر څنګ دوکانداري کوي او د فوتوکاپۍ دوکان لري. هغه وايي، د زده کړو تر څنګ له کار کولو خوند اخلي: ((کار مې کله هم نه ستړی کوي او ویاړم چې د زده کړو ترڅنګ مې د کورني اقتصاد په پیاوړي کولو کې له کورنۍ سره مرسته کوم.))
اتل هره میاشت شاوخوا ۴۰ زره افغانۍ عاید لري او ټاکل شوې راتلونکی کال له پوهنتون د فراغت سند ترلاسه کړي.
دغه محصلين يوازې کسبګر نه بلکې داسې هم ډېر دي چې منظمې دفتري دندې لري. فرید الله د همدې کسانو له ډلې دی، نوموړی ښوونکی دی سهار دندې ته ځي او ماسپښين پوهنتون لولي او د حقوقو پوهنځي محصل دی.
نوموړی هم د هغه زده کوونکو له ډلې دی، چې د زده کړو لګښتونه خپله برابروي او یوه اندازه پیسې کورنۍ ته هم ورکوي: ((د پوهنتون له فیس ورکولو وروسته چې کومې پیسې را پاتې شي، د کور لپاره پرې توکي اخلم.))
قیص رنجبر هم د هغو محصلانو له ډلې دی، چې سهار پوهنتون ته ځي خو بیا له مازديګر نیولې تر شپې په کار بوخت وي: ((زه د نورو مزدورانو غوندې بار موټرونه خالي کوم، مزدور ملګري مې ډیر عزت کوي، چې کله موټر پیدا کړي او د پیسو خبره ورسره خلاصه کړي، ماته ټليفون کوي او زه ورځم موټر خالي کوم او پیسې خپلو کې ویشو.))
رنجبر وايي، چې د ژوند له هر ډول سختو ورځو سره بلد دی، ستونزو ته سر نه ټيټوي او نورو محصلانو ته هم بلنه ورکوي چې د زده کړو ترڅنګ کار وکړي.
د دې تر څنګ يو شمېر نور محصلين حتا د خښتو په بټیو کې کار کوي خو نه پرېږدي چې کورنۍ يې د نوموړي د لګښت پوره کولو لپاره ستونزې وګالي او یا خدای مه کړه چاته لاس ونيسي.


