ads

ننګرهار کې د كركټ د رمضان کپ څلورم پړاو سيالۍ پيل شوې

د ننګرهار ولايت په مرکز جلال اباد ښار کې د ختيځ اکاډمۍ له لوري د لسګونو لوبډلو ترمنځ د كركټ د رمضان کپ څلورم پړاو سيالۍ پيل شوې.

نویسنده: sarwan
15 غبرګولی 1396
ننګرهار کې د كركټ د رمضان کپ څلورم پړاو سيالۍ پيل شوې

د ننګرهار ولايت په مرکز جلال اباد ښار کې د ختيځ اکاډمۍ له لوري د لسګونو لوبډلو ترمنځ د كركټ د رمضان کپ څلورم پړاو سيالۍ پيل شوې.
د دې سياليو جوړوونکى او د ختيځ اکاډمۍ مشر عزيز ښېوه وال وايي، د رمضان کپ څلورم پړاو سيالۍ يې د جلال اباد ښار د سراج العمارت بڼ په ختيځ اکاډمۍ کې د ۶۴ لوبډلو ترمنځ پيل کړې .
د ننګرهار ولايت د رسنيو دفتر څخه خپره شوې خبرپاڼه كې د ښېوه وال له قوله راغلي، په دې سياليو کې د مرکز جلال اباد ښار او بېلابېلو ولسواليو منتخبې او نورې لوبډلې ګډون لري، چې پايلوبه به يې د كوچني اختر په شپه ترسره شي.
د هغه په وينا، هره شپه د څلورو كركټ لوبډلو ترمنځ دوه اته اوريزې سيالۍ ترسره کېږي او هغه لوبډلې، چې يو ځل ماتې وخوري، بيا په سياليو کې د ګډون حق نه ورکول کېږي.
تېر کال د يادو سياليو اتلولي د پامير انسټيټيوټ لوبډلې ګټلې وه.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA