ads

ناټو په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د ځپلو لپاره د خپلو هڅو پر دوام ټينګار وکړ

د ناټو سازمان چارواکي وايي، چې په افغانستان کې يې حضور د ترهګرۍ د له منځه وړلو لپاره دى.

نویسنده: sarwan
15 غبرګولی 1396
ناټو په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د ځپلو لپاره د خپلو هڅو پر دوام ټينګار وکړ
epa05880268 NATO Secretary General Jens Stoltenberg gives a press statement during the NATO foreign ministers meeting at alliance headquarters, in Brussels, Belgium, 31 March 2017. Nato foreign ministers gathered for a one day meeting of the North Atlantic Council (NAC). EPA/STEPHANIE LECOCQ

د ناټو سازمان چارواکي وايي، چې په افغانستان کې يې حضور د ترهګرۍ د له منځه وړلو لپاره دى.
د دې سازمان سرمنشي ينس سټولټنبرګ پرون د لندن د وروستيو بريدونو په تړاو سي بي اېس ټلويزيوني شبکې سره د مرکې په مهال ټينګار وکړ، چې ترهګري د ټولو هېوادونو لپاره ګواښ دى او دوى په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د ځپلو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي.
هغه زياته کړه، چې د بروکسل وروستۍ غونډه كې پرېکړه وشوه، چې په افغانستان کې د وسله والو ډلو ټپلو په وړاندې به خپله مبارزه نوره هم چټکوي.
د يادونې وړ ده، چې درېيو تنو وړمه شپه د لندن پر پُل يا لندن برېج لومړی پر خلکو موټر تېر کړ او بيا يې د چاقوګانو په وسيله پر خلکو بريدونه وكړل، چې له كبله يې اووه کسان ووژل شول او لسګونه نور ژوبل شول.
د بريتانيا پوليس وايي، تراوسه يې د دې بريدونو په تړاو ۱۲ مشکوک کسان نيولي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA