ads

غزني کې د کابل د وروستيو بريدونو د غندلو لپاره غونډه وشوه

غزني کې مېشتو دیني عالمانو، قومي مخورو، جهادي قومندانانو او ځوانانو تېره ورځ د یوې غونډې په ترڅ کې د کابل ولایت د تېري اونۍ د چهار شنبي ورځې خونړی برید وغانده او له ولسونو یې غوښتنه وکړه، څو په روانو حساسو شرایطو کې د حکومت تر څنګ ودرېږي .

نویسنده: sarwan
15 غبرګولی 1396
غزني کې د کابل د وروستيو بريدونو د غندلو لپاره غونډه وشوه

غزني کې مېشتو دیني عالمانو، قومي مخورو، جهادي قومندانانو او ځوانانو تېره ورځ د یوې غونډې په ترڅ کې د کابل ولایت د تېري اونۍ د چهار شنبي ورځې خونړی برید وغانده او له ولسونو یې غوښتنه وکړه، څو په روانو حساسو شرایطو کې د حکومت تر څنګ ودرېږي .
دیني عالمانو د کابل تر څنګ د هېواد په ګوټ ګوټ کې د افغانانو وژنه ناروا عمل وباله او ټینګار یې وکړ، چې په عامه ځایونو او دولتي تاسیساتو ځانمرګي موټر بم او وسله وال بریدونه هېڅ راز شرعي توجیه نه لري.
دوی وایي، د کابل د خونړۍ پېښې تر څنګ په ټول هېواد کې وژنې او بریدونه په اسلام او شریعت کې هېڅ بنیاد نه لري.
غزني کې د علماوو د شورا مشر مولوي محمد اسماعيل روحاني وایي، په اسلام کې حتا د عامه کفارو وژنه له کوم موجه دلیل پرته جواز نه لري(( مسلمانان خو څه حتا د بې ګناه کفارو وژنه اسلام کې جواز نه لري، د کابل دا وحشتناکه پېښه اسلام څه چې حتا په هېڅ دین کې مشروعیت نه لري، دا وحشتناک عمل الله او قرآن هم غندي.))
دیني عالم شیخ حیدري هم خپلو خبرو کې د کابل خونړی برید د ټولو اسلامي او انساني ارزښتونو خلاف یو ناروا عمل وباله، او زياته يې کړه، چې د دې برید له کبله سلګونه بې ګناه ملکي وګړو ته، چې روژې یې يې په خوله وې مرګ ژوبله واوښته.(( زموږ تمه دا وه چې مخالفین به د روژې د مبارکې میاشتې په درناوي له وژنو، ترور او تاوتریخوالو لاس واخلي، خو دوی په داسې وحشتناکه عمل لاس پورې کړ، چې په هېڅ قانون او دین کې د توجیه وړ نه دی))
دیني عالمانو دغه راز له ولسونو غوښتنه وکړه، تر څو په هېواد کې روانو حساسو شرایطو ته په کتو د حکومت تر شا ودرېږي او اجازه دې نه ورکوي، چې د هېواد دښمنان د خلکو له احساساتو څخه د ځان په ګټه کار واخلي.((که څه هم د حکومت له کړنو رضایت نه لرو، خو تر بې حکومتۍ بد حکومت ښه ده، اوسمهال د نظام بدلون او یا متزلزله کول زموږ په ګټه نه دی، باید له نظام څخه ملاتړ وکړو.))
هاخوا د غزني ولایت د ولایتي شورا غړي حمید الله سروري، پرحکومت له دې کبله نیوکه وکړه، چې د جمعې په ورځ یې د لاریون کوونکو پر وړاندې له تاوتریخوالي او زور څخه کار واخیست او امنیتي ځواکونو په لوی لاس ګڼ شمېر لاریون کوونکو ته مرګ ژوبله واړوله.
هغه دغه راز ځینو کړیو ته په اشارې سره ټینګار وکړ، چې نه باید د خلکو له احساساتو څخه سیاسي ګټې پورته کړي.
قومي مخورو او جهادي قومندانانو هم ټینګار وکړ، چې دوی په هر حالت کې د افغان حکومت تر شا ولاړ دي او هېڅ کړۍ ته به اجازه ورنه کړي، چې له روانو ناخوالو څخه په استفادې د حکومت د کمزوري کولو او یا پرزولو هڅه وکړي.
غزني مېشتو ولسونو له افغان حکومت څخه دغه راز غوښتنه وکړه، چې په کابل او ولایاتو کې د ولسونو د عدالت غوښتنې د قانوني مدني حرکتونو امنیت ونیسي او د هغوی حقه غوښتنو ته دې رسېدنه وکړي.
دوی دغه راز په امنیتي سکټور کې هم پر ژورو اصلاحاتو راوستو ټینګار وکړ او هیله یې څرګنده کړه، چې د حکومت مشران به لږ تر لږه امنیتي ارګانونه له سیاسي او قومي جوړ جاړیو څخه را وباسي، چې یاد ارګانونه د امنیت په برخه کې غوره اقدامات ترسره کړی شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA