ads

شمالي کوريا د م.م د بنديزونو په اړه غبرګون وښود

شمالي کوريا پر خپلو اتباعو د ملګرو ملتونو د امنيت شورا بنديزونه غندلي دي.
د ملګرو ملتونو امنيت شورا د شمالي کوريا پر يو شمېر حکومتي چارواکو او سوداګرو د نورو بنديزونو لګولو پرېكړه كړې ده.

نویسنده: sarwan
15 غبرګولی 1396
شمالي کوريا د م.م د بنديزونو په اړه غبرګون وښود

شمالي کوريا پر خپلو اتباعو د ملګرو ملتونو د امنيت شورا بنديزونه غندلي دي.
د ملګرو ملتونو امنيت شورا د شمالي کوريا پر يو شمېر حکومتي چارواکو او سوداګرو د نورو بنديزونو لګولو پرېكړه كړې ده.
شمالي کوريا د امنيت شورا دا چاره غندلې او تور يې پورې کړى، چې نړيوال قوتونه غواړي په دې سره د دغه هېواد د نظامي او اقتصادي پرمختګ مخه ونيسي.
شمالي کوريا وايي، د خپل اټومي پروګرام د پرمختګ لپاره به نورې هڅې هم وكړي او هېچا ته به اجازه ور نه کړي، چې پر ګټو يې بريدونه وكړي.
دا په داسې حال کې ده، چې له تېرو څو مياشتو راهيسې شمالي کوريا پرلپسې د بالستيک توغنديو ازموينې وکړې، چې په غبرګون كې يې امريکا او متحدينو يې پر ياد هېواد د پوځي بريد ګواښ وکړ.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA