د سيمه ييزو ارګانونو خپلواكې ادارې ولايتي مسوولينو په ځانګړې توګه واليانو ته خبردارى وركړى، په رسنيو كې دې له داسې څرګندونو ډډه وكړي، چې د خلكو د بېلوالي سبب كېږي.
يادې ادارې د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، واليان، مرستيال واليان، ښاروالان، د ولايتي شورا وكيلان، ولسوالان او ولايتي وياندويان دې په رسنيو او غونډو كې د داسې څرګندونو له كولو په جدي توګه ډډه وكړي، چې د خلكو ترمنځ د تاوتريخوالي او د هغوى د بېلوالي سبب كېږي.
د سيمه ييزو ارګانونو خپلواكې ادارې په وينا، هڅه دې وشي، چې له سيمه ييزو رسنيو، ټولنيزو شبكو، د خلكو له بحثونو او غونډو څخه د سولې د فرهنګ خپرولو، د يووالي پياوړتيا او د خلكو د بېلابېلو قومونو د برابرۍ لپاره ګټه پورته شي.
سرچينه ټينګار كوي، چې سيمه ييز مسوولين دې په خپلو سيمو كې د مركزي حكومت د استازو په توګه په سيمه ييزه كچه د حكومت او د خلكو د يووالي د تقويې لپاره خپلې وروستۍ هڅې وكړي، همدارنګه دې د سيمه ييزو مسوولينو د هر ډول غير مسوولانه څرګندونو، چې د دښمن د ناوړې ګټې اخيستنې، د عامه ذهنونو د مغشوشولو او د نفاق د خپرېدو سبب كېږي، مخنيوى او دې برخه ته دې جدي پاملرنه وكړي.


