ads

خيبر اېجنسۍ كې لسګونو وسله والو ته د مرګ ژوبلې ادعا شوې

پاکستاني پوځي چارواکي وايي، چې په قبايلي سيمې خيبر اېجنسۍ کې يې د هوايي عملياتو په مهال اووه وسله وال وژلي دي.

نویسنده: sarwan
15 غبرګولی 1396
خيبر اېجنسۍ كې لسګونو وسله والو ته د مرګ ژوبلې ادعا شوې

پاکستاني پوځي چارواکي وايي، چې په قبايلي سيمې خيبر اېجنسۍ کې يې د هوايي عملياتو په مهال اووه وسله وال وژلي دي.
د پاكستاني پوځ مطبوعاتي ادارې ادعا کړې، چې د خيبر اېجنسۍ تيرا دره کې يې هوايي عمليات ترسره کړي، ګڼ شمېر وسله وال يې ټپيان کړي هم دي او د هغوى مرکزونه يې له منځه وړي دي.
د پاکستان پوځ وژل شوي وسله وال د منګل باغ په مشرۍ د لشکر اسلام او داعش ډلو اړوند بللي دي.
تراوسه په پاکستان کې مېشتو لشکر اسلام او داعش ډلو په دې اړه څه نه دي ويلي.
پاکستاني ځواكونو د ضرب عضب تر عملياتو وروسته د ردالفساد په نوم عمليات پيل کړي، چې تراوسه يې په كې د سلګونو وسله والو د وژلو ادعا کړې ده، خو خپلواکو رسنيو پر دې ادعا شک څرګند کړى دى.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA