جمهور رئيس غني د عالمانو د سرتاسري شورا له رئيس او غړو سره مشورتي غونډه وکړه

جمهور رئيس محمد اشرف غني تېر ماښام په ارګ كې د هېواد د عالمانو د سرتاسري شورا له رئيس او غړو سره په مشورتي غونډه کې له هغوى وغوښتل، چې د سولې د ټينګښت په خاطر خپل وړانديزونه ورسره شريک کړي.