ads

جمهور رئيس غني د عالمانو د سرتاسري شورا له رئيس او غړو سره مشورتي غونډه وکړه

جمهور رئيس محمد اشرف غني تېر ماښام په ارګ كې د هېواد د عالمانو د سرتاسري شورا له رئيس او غړو سره په مشورتي غونډه کې له هغوى وغوښتل، چې د سولې د ټينګښت په خاطر خپل وړانديزونه ورسره شريک کړي.

نویسنده: sarwan
15 غبرګولی 1396
جمهور رئيس غني د عالمانو د سرتاسري شورا له رئيس او غړو سره مشورتي غونډه وکړه

جمهور رئيس محمد اشرف غني تېر ماښام په ارګ كې د هېواد د عالمانو د سرتاسري شورا له رئيس او غړو سره په مشورتي غونډه کې له هغوى وغوښتل، چې د سولې د ټينګښت په خاطر خپل وړانديزونه ورسره شريک کړي.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر څخه خپره شوې خبرپاڼه كې د جمهور رئيس غني له قوله راغلي، چې ديني عالمان دې د ديني لارښوونو په برخه کې د خلکو پوهاى زيات کړي، ځکه منحرف کسان له دين او ديني لارښوونو غلط برداشتونه لري.
هغه څرګنده کړه، چې د ثبات يوازينۍ لار اسلام او د افغانانو يووالى په اسلاميت کې دى، ځکه د اسلام پاک دين کې قوم، طرف او سمت مطرح نه ‌دى.
په دې مشورتي غونډه كې ديني عالمانو په ټول هېواد کې د سولې او ثبات پر ټينګښت ټينګار وکړ او له ګوندونو، مدني بنسټونو، سياسيونو، فرهنګيانو او ټولو اقشارو څخه يې وغوښتل، چې د ملي يووالي د پياوړتيا او د خلکو د يووالي لپاره هڅې وکړي.
هغوى همدارنګه د هېواد له رسنيو وغوښتل، چې په خپلو خپرونو کې د خلکو روحيه، ملي ګټې او اسلامي مسايل په پام کې ونيسي.
ديني عالمانو حزب اسلامي سره سوله د حکومت مهمه لاسته راوړنه وبلله او په هېواد کې يې د دايمي سولې او ثبات د ټينګښت په هدف د دغه بهير پر دوام ټينګار وکړ.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA