ads

افغان حكومت په لندن کې وروستي تروريستي بريدونو وغندل

افغان حكومت په لندن كې د وړمې شپې ترهګريز بريدونه، چې مسووليت يې داعش ډلې پر غاړه اخيستى، غندلي دي.
د ارګ په خبرپاڼه كې راغلي، چې تروريزم دا مهال د نړۍ په کچه متحرک شوى او د خپلو جنايتکارانه اعمالو له لارې خلک په نښه كوي او عامه نظم خرابوي.

نویسنده: sarwan
15 غبرګولی 1396
افغان حكومت په لندن کې وروستي تروريستي بريدونو وغندل

افغان حكومت په لندن كې د وړمې شپې ترهګريز بريدونه، چې مسووليت يې داعش ډلې پر غاړه اخيستى، غندلي دي.
د ارګ په خبرپاڼه كې راغلي، چې تروريزم دا مهال د نړۍ په کچه متحرک شوى او د خپلو جنايتکارانه اعمالو له لارې خلک په نښه كوي او عامه نظم خرابوي.
سرچينې زياته كړې، ترهګرو لکه څنګه چې په کابل کې افغانان په نښه کړل، دغه شان يې د بريتانيا په لندن ښار کې هم په بشري جنايت لاس پورې کړ او د دغه هېواد يو شمېر وګړي يې ووژل او ټپيان کړل.
افغان حكومت ويلي، چې تروريستي ډلو جغرافيايي پولې ماتې کړي، دا مهال د بشريت لپاره په يو نړيوال ګواښ او خطر بدلې شوي او هره ورځ يې له كبله په نړۍ کې خلک قرباني کېږي.
سرچينې ټينګار كړى، چې تروريستي ډلو سره مبارزه او د هغوى د ځالو له منځه وړل ګډ کار او د ټولو هېوادونو يووالى غواړي او بايد په دې برخه کې ټول هېوادونه له توپير پرته عملي ګامونه پورته کړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA