د هوا ككړوالی د کابل ښار يوه تر ټولو جدي ستونزه ده چې د دغه ښار اوسېدونکي يې اندېښمن کړي دي، په وروستیو کې د هوا پېژندنو ادارو هم د کابل ښار هوا خطرناکه بللې ده. که څه هم تېر کال د کابل ښاروالۍ سرپرست عبدالله حبيبزي له خلکو سره ژمنه کړې وه چې د کابل ښار د هوا د پاکوالي او کثافاتو ټولولو لپاره يې يو شل کلن پلان جوړ کړی دی خو تر دې مهاله د دغه پلان او عملي کار پايلې هم نه دي لیدل شوې. نوموړي ويلي وو دغه پلان يې له نړيوالو معیارونو سره برابر دی او ډېر ژر به د کابل ښار هوا ورسره پاکه شي: ((له نېکه مرغه، موږ د کابل ښار د هوا د پاکوالي او کثافاتو د ټولولو لپاره شل کلن پلان او ستراتيژي جوړه کړې چې له ټولو نړيوالو معيارونو سره سمه ده، څو دغې لويې ستونزې ته د پای ټکی کېږدو.))
که څه هم له دې شل کلن پلان او ستراتيژۍ يو کال تېرېږي، خو تر دې مهاله يې کومه څرګنده پایله نه ده ليدل شوې، ان تر اوسه هم د ښار کثافات په وخت نه ايستل کېږي. له همدې کبله د ښار ډېری وګړي د تنفسي ناروغيو له ډېرېدو شکایت کوي. د کابل د پغمان ولسوالۍ اوسېدونکی رسولمحمد اورياخېل چې په ميرويس ميدان کې اوسېږي وايي، په ښار کې د کثافاتو د ډېرېدو له کبله يې خپل ماشومان تل په کور کې ايسار کړي وي او له کور بهر يې نه پرېږدي، نه چې د دوی د ګاونډيانو په څېر ناروغه شي او بیا به په مياشتو مياشتو ناروغ پراته وي: ((باور وکړﺉ چې په ټوله اوونۍ کې مو يو ځل هم ماشومان نه پرېږدو چې له کوره بهر ووزي او له نورو ماشومانو سره ساعتېري وکړي، زموږ د ډېری ګاونډيانو ماشومان چې بهر ګرځي او کوڅې هم ټولې له کثافاتو ډکې دي ناروغان دي، اوس چې هوا هم ورځ په ورځ د تودېدو په لور روانه ده، نو کثافات دومره بوی کوي چې ډېری کورونه د ننه په کورونو کې ترې په عذاب دي.))
د اورياخېل ګاونډی حمدالله پکتين وايي، زوی او لور يې دا بشپړه مياشت کېږي چې زکام او اسهال ناروغۍ نيولي دي، لار ترې ورکه ده، ماشومان کور کې هم بندیان کولی نه شي، که يې کور کې بندي کړي، زړه يې پرې سوزي: ((تر اوسه مې اولادونه په څو ډاکټرانو ګرځولي، هر ډاکټر وايي له ناپاکې هوا، ناپاکو اوبو او خوړو باید وساتل شي، ناپاک خواړه او اوبه به نه ورکوو، خو هوا به څه ډول ورته پاکه کړو، لاره رانه ورکه ده. که يې کور کې بندي کوو، زړه مو پرې سوزي ماشومان دي، که يې بهر پرېږدو، باور وکړﺉ ټولې کوڅې مو له ناپاکو اوبو او کثافاتو ډکې دي.))
د غلامحسین پاچا په نوم د کابل ښار د قرغې سيمې اوسېدونکی بیا دولت په دې تورنوي چې په ګمرکونو کې د تېلو کيفيت ته پام نه کوي او د تېلو د واردوونکو له لوري څو کسانو ته د پيسو په ورکړې سره هر ډول تېل بازار ته واردېږي: ((په ښار کې د هوا د ککړوالي په برخه کې تر ټولو ډېره ستونزه د موټرو دود جوړه کړې ده، تېل بې کيفيته دي، موټر ډېر دود کوي، اوس زموږ هره چاره په رشوت او فساد ولاړه ده، که يې د ګمرک مامورينو ته څو پيسې ورکړې، هر ډول تېل سم تېل دي او بازار ته په اسانۍ سره واردېږي.))
د کابل ښار د کارته پروان سيمې اوسېدونکی اکرم ځاځی وايي چې له دولت د عملي کار او ښار پاکولو تمه نه لري: ((موږ له حکومت يوازې خبرې اورو چې داسې به وکړو، تر ۲۰۲۰ کال پورې به داسې او تر پلاني کال پورې به داسې وکړو، زه فکر کوم دوی دا خبرې يوازې د پروژو اخيستو لپاره کوي، نور يې په عملي کولو پسې نه ګرځي، که يې په علمي کولو پسې ګرځېدی، موږ خو به د دوی لس په سلو کې عملي کار ليدلی وای، خو له بده مرغه چې دوی تر دې دمه هېڅ هم نه دي کړي. ښار کې کثافات ورځ په ورځ ډېرېږي، د بې کيفيته تېلو له کبله ټول ښار د موټرو بې کاره لوګي په سر اخیستی، خو دوی هېڅ کله هم ملت ته ځواب ورنه کړ چې اخر دوی په څه بوخت دي او ملت ته يې ځواب څه دی.))
د هوا پېژندنې کارپوه احمدفريد قيومي وايي چې د هوا د ککړوالي له کبله هر کال د۳۰زرو په شاوخوا کې هېوادوال خپل ژوند له لاسه ورکوي، هغه زیاتوي چې که دا حالت نور هم ادامه پيداکړي، نو د هېواد لوی ښارونه به د ژوند کولو وړ نه وي.
فريد قيومي د هوا د ککړتیا د عمده عواملو په اړه وايي چې تر ډېره برېښنا کوټونه، فابریکې، د موټرو لوګي، د سکرو او لرګیو سوځول، خام سړکونه او د ځنګلونو وهل دي، خو د چاپېریال ساتنې ادارې معلومات بیا د ډبرو سکاره او نورو سون توکي په سلو کې ۳۱، خام سړکونه په سلو کې ۴۲، تولیدي فابریکې په سلو کې ۱۲، د موټرو لوګی په سلو کې ۸، حمامونه او نور په سلو کې ۵، د کابل د هوا په ککړتیا کې ونډه لرونکي بولي.
تر دې څه وخت وړاندې د چاپېريال ساتنې ادارې هم په دې اعتراف کړی و چې دوی د هوا د ککړتیا په مخنيوي کې پاتې راغلي دي. دوی وايي چې د پاتې راتلو دلایل يې بېلابېل دي. د دې ادارې د پلان رییس کاظم همایون د کابل چاپیریال د ککړوالي په اړه یوې خبري غونډې ته وویل دوی هڅه کوي چې دغه ستونزه اواره کړي خو خلک هم مرسته نه ورسره کوي، ځکه چې د خلکو له مرستې پرته به ونه شي کولای دا ستونزه اواره کړي هغه همداراز زیاته کړه: ((د پخوا په پرتله اوس په سلو کې ۹۰کابل ښاريان په ژمي کې د کوټو د تودولو لپاره له ډبرو سکرو، جنراتورونو، بې کیفیته تیلو او پلاستیکونو سوځولو کار اخلي چې د دوی دا چاره نه يوازې په هماغه وخت ژمي کې بده اغېزه لري بلکې په پسرلي او دوبي کې هم د ژمي د بخاريو اغېزې جوتې ښکاري. له بل لوري ښاريان هم له موږ سره د هوا په پاکوالي کې مرسته نه کوي، دوی له کوره کثافات باسي او په کوڅه کې یې غورځوي، دومره نه کوي چې د سړک تر غاړې کثافات ټوکرۍ (کثافت داني) ته يې ورسوي.))
له بلې خوا ډېری کابل ښاريان د کثافانو د ډېرېدو او د حکومت له نه پاملرنې شکايت کوي، دوی وايي چې له دوو کلونو راهيسې دولت د ښار ککړوالي ته هېڅ پاملرنه نه کوي. دوی زیاتوي چې په ډېری بازارونو کې د کثافاتو غونډۍ جوړې شوې دي. د کابل په کمپنۍ بازار کې د اوړو دوکاندار محمد اسماعیل وايي چې دوی د کمپنۍ بازار په منځ کې د کثافاتو ډېرانونو سخت په عذاب کړي دي، هغه له دولت ګيله لري سره له دې چې د دوی د کاروبار ډېره ماليه اخلي خو د خلکو ستونزو ته هېڅ پام نه کوي: ((دا د کمپنۍ بازار په منځ کې د سړک په سر کثافات له زغم اوښتي دي، خلک له ډېرې مجبورې ورځې خپلو دوکانونو او کاروبار ته راځي، کنه ډېره سخته ده. له دوکان وتلای نه شو، دوکان ته دومره بوی راځي چې نور مو حوصله له لاسه ورکړې. دا پنځه لس کاله وړاندې خو هم همدا دولت و، خو هېڅ کله هم موږ د کثافاتو دومره لويې غونډۍ ونه ليدې. بس زموږ دې الله ج سبب وکړي، له دولت مو د مرستې هيله نشته.))
د ککړې هوا په اړه د طبي چارو کارپوهان وايي چې ککړه هوا سږی، حنجره، غوږونه، ستونی او پوزه له بېلابېلو ستونزو سره مخ کوي چې ډېری وخت خلک په داسې وخت کې له نفس تنګۍ، زکام، سر دردۍ او ډول ډول نورو ناروغيو شکايت کوي. په کابل کې د امرخېل خصوصي روغتون ډاکتر عبدالرحيم هلال وايي، ککړه هوا د تنفسي ناروغيو پيداکوونکې ده، په ښار کې لوګي، دوړې، د سړکونو په غاړو کثافات او داسې نور ناوړه کارونه هوا ککړوي، نو کورنۍ بايد په داسې حالاتو کې له ډېر پام کار واخلي په ځانګړي ډول ماشومانو ته ماسک ورکړي، کله چې له کوره وزي ماسک بند کړي، که یې ماشومان يا لویان په زکام اخته کېږي بايد چې ارام او استراحت وکړي او مايعات ډېر وکاروي. نوموړی کوڅو ته د کورونو او دولتي ادارو د ککړو اوبو وتل د اندېښنې وړ بولي، ځکه چې دا اوبه بې شمېره ناروغۍ پيداکوي.
له بلې خوا په افغانستان کې د يونېسېف ادارې استازې اغلې اديل خدر وايي چې په افغانستان کې ډېری وګړي د ککړې هوا له کبله د ناروغۍ تر بستر رسېدلي دي، هغه وايي چې په کابل او ټول هېواد کې د هوا د ککړتيا يوه لويه ستونزه د تشنابونو نه لرل يا هم تشنابونه په پخواني ډول (کيناراب) جوړول دي: ((موږ هڅه کوو چې افغانستان کې د روان ۲۰۱۷ميلادي کال په بهير کې د ځينو مرستندويه نړيوالو ادارو په مټ تر ډېره د تشنابونو د نه لرلو يا معيار ته برابرولو ستونزه اواره کړو.)) له بل لوري د کليو پراختيا وزير نصيراحمد درانی هم وايي چې د هېواد په سلو کې ۱۹ خلک په خپلو کورونو کې تشنابونه نه لري، يا هم داسې تشنابونه دي چې د ډول ډول ناروغيو سبب کېږي، هغه له اړوندو ادارو او نړيوالو موسسو غواړي چې په دې برخه کې له افغانانو سره مرسته وکړي او دا ستونزه په سمه توګه اواره کړي: ((تر ۲۰۲۵میلادي کال پورې هڅه کوو چې د هېوادوالو د تشنابونو د نشتوالي ستونزه د اړوندو ادارو په مټ اواره کړو. داسې يوه سروې مو کړې چې په ټول هېواد کې په سلو کې ۱۹خلک يا تشناب نه لري يا داسې تشناب لري چې له شته والي يې نشتوالی ګټور دی چې دا چاره د ډول ډول ناروغيو سبب شوې ده.
د عامې روغتیا وزارت سلاکار خواجه قمرالدین صدیقي وايي، سرطان، تنفسي، روحي او د زړه ناروغۍ تر ډېره له ککړې هوا پیدا کېږي، هغه زیاتوي: ((د تنفسي ناروغیو سربېره ټوخی، زکام، د زړه ناروغۍ، سرطانونه، مغزي سکته او نورې ډول ډول ناروغۍ د همدې ککړې هوا له کبله دي.))
همداراز د عامې روغتیا وزیر فیروزالدین فیروز، وايي، دوی دنده لري د روغتيا د بهتروالي په برخه کې د خلکو ستونزې اوارې کړي، هغه زیاتوي چې د روغتيا په برخه کې ډېری ستونزې د ناپاکې هوا له کبله دي: ((په دې وروستیو کلونو کې کابل ښار د نفوس له پلوه له ګڼې ګوڼې سره مخ دی، د هوا ککړتیا، کډوالۍ، د موټرو او فابریکو زیاتوالی او داسې نورې ستونزې په کابل ښار کې ګڼې ستونزې زېږولې دي.))
همداراز د چاپېريال ساتنې ادارې رییس مصطفی ظاهر وايي چې دولت دوی ته کافي بوديجه نه ده ورکړې چې کارونه يې په ښه توګه پرې تنظيم کړي. نوموړی له پانګه والو غواړي چې په دې برخه کې پانګونه وکړي: ((تر هغې چې د ژوندانه د چاپېريال د کنټرول په برخه کې لويه پانګونه ونه شي، د هوا د ککړتيا مخنيوی به ستونزمن کار وي او دولت به په دې مبارزه کې پاتې راځي.)) هغه له خلکو هم هيله کوي چې له دوی سره د ښار په پاک ساتلو کې مرسته وکړي او د مېوو پوستکي، د نشابهوو قطي او نورو توکي د سړکونو په سر ونه غورځوي.


