د يمن حوثي وسله والو ادعا كړې، چې نن سهار وخته د سعودي عربستان په مشرۍ د عربي ايتلاف ځواکونو په هوايي بريدونو کې په صعده ولايت کې د وبا ناروغۍ د درملنې يو روغتون په نښه شوى دى.
د يمن روغتيايي چارواکو ويلي، په دغو بريدونو کې ګڼ شمېر ناروغانو ته مرګ ژوبله اوښتې، چې تراوسه يې د کره شمېرې په اړه څه نه دي ويلي.
حوثي وسله وال وايي، تر دې وړاندې هم د سعودي عربستان په مشرۍ ايتلافي ځواکونو د صعده ولايت قحزه سيمه بمبار کړې وه، چې پکې ګڼ شمېر کسان ټپيان شوي وو.
دا په داسې حال کې ده، چې په يمن کې د کورنۍ جګړې له كبله په دغه هېواد کې د وبا وژونکې ناروغي خپره شوې، چې له كبله يې له ۶۰۰ زياتو كسانو خپل ژوند له لاسه وركړى دى.
په يمن کې حوثي وسله وال، چې د مرکز عدن ښار کنټرول يې هم په لاس کې دى، د ايران له مرستو برخمن دي، خو بلې ډډې ته بيا له لرې کړاى شوي جمهور رئيس عبد ربه منصور هادي سره سعودي عربستان او شريکان يې پوځي مرستې کوي.


