ads

هلمند: د بهرنيو ځواكونو په هوايي بريدونو کې ۵ تنه وسله وال وژل شوي

بهرنيو ځواكونو د هلمند ولايت په سنګين ولسوالۍ كې د هوايي بريد په ترڅ كې پنځه وسله وال مخالفين وژلي او د هغوى له چاودېدونكو توكو ډك درې موټرونه يې له منځه وړي دي.

نویسنده: sarwan
14 غبرګولی 1396
هلمند: د بهرنيو ځواكونو په هوايي بريدونو کې ۵ تنه وسله وال وژل شوي

بهرنيو ځواكونو د هلمند ولايت په سنګين ولسوالۍ كې د هوايي بريد په ترڅ كې پنځه وسله وال مخالفين وژلي او د هغوى له چاودېدونكو توكو ډك درې موټرونه يې له منځه وړي دي.
د هلمند له ۲۱۵ ميوند قول اردو څخه كليد ته رالېږل شوې خبرپاڼه كې راغلي، چې دغه هوايي بريد د شنبې په ورځ مازيګر شاوخوا څلور بجې ترسره شوى دى.
د سرچينې په وينا، وسله والو مخالفينو پلان درلود، چې له چاودېدونكو توكو څخه د درېيو ډكو موټرونو په وسيله پر امنيتي پوستو، پوځي قرارګاوو او دولتي تاسيساتو بريدونه وكړي، خو بهرنيو ځواكونو د مخالفينو دغه پلان له ماتې سره مخ كړ.
د دولت وسله والو مخالفينو تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA