د ملي اردو چارواکي وايي، په اچين ولسوالۍ كې يې د حمزه په نوم د روانو عملياتو په مهال د هوايي او توپچي بريدونو په ترڅ كې د دوو مهمو قوماندانانو په ګډون ۲۲ داعش وسله وال وژل شوي دي.
په ختيځ کې د ملي اردو د ۲۰۱ سېلاب قول اردو مطبوعاتي مسوول ډګروال شيرين فقيري کليد ته وويل، تېره شپه يې د اچين ولسوالۍ په پېښې، باندر او لته بند سيمو کې د روانو حمزه عملياتو په مهال هوايي او توپچي بريدونه كړي، چې له كبله يې د داعشيانو لسګونه ميله وسلې هم له منځه وړل شوې دي.
نوموړي زياته كړه، چې په يادې ولسوالۍ كې د افغان ځواکونو عمليات په برياليتوب سره روان دي.
د فقيري په خبره، دغه عمليات به يې تر هغه وخته روان وي، چې اچين، کوټ او هسکه مېنه ولسوالۍ د وسله والو له شتونه پاكې كړي.
داعش وسله والو تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.


