ads

ننګرهار غیرمسوولو وسله والو په سر اخیستی

د ننګرهار یو شمېر اوسېدونکي وایي، په ملي شورا کې د دغه ولایت ګڼو استازو د غیرمسولو وسله والو ډلې جوړې کړې او د ښار امنیت يې خراب کړی دی.

نویسنده: sarwan
14 غبرګولی 1396
ننګرهار غیرمسوولو وسله والو په سر اخیستی

د ننګرهار یو شمېر اوسېدونکي وایي، په ملي شورا کې د دغه ولایت ګڼو استازو د غیرمسولو وسله والو ډلې جوړې کړې او د ښار امنیت يې خراب کړی دی.
دوی وایي، ډېر کسان چې د وکیلانو اړوند دي، په تورو ښیښو لرونکو موټرونو کې په ښار او ولسوالیو کې له درنو او سپکو وسلو سره ګرځي؛ خو هېڅوک یې مخنیوی نه کوي.
د ننګرهار ولایتي چارواکي هم مني، چې یو شمېر کسان لا هم تورې ښیښې لرونکي موټر او غیر قانوني وسلې ګرځوي.
د جلال اباد ښار اوسېدونکي وايي، په ولسي جرګه کې د ننګرهار ولایت استازو د خپلو ساتونکو او په نورو بېلا بېلو نومونو د غیرمسولو وسله والو ډلې جوړې کړې، چې هېڅ یې د حکومت له مخالفو وسله والو سره توپیر نه کېږي.
دوی وایي، دغه کسان په ډېرو ورانکاره کړنو کې د لاس لرلو تر څنګ، په ښار او ولسوالیو کې سرې سترګې ګرځي؛ خو ولایتي او امنیتي چارواکي ورته لاس تر زنې ناست دي: ((په ننګرهار کې ګورو چې هرې خواته د همدې پارلمان د غړو اړوند وسله وال ګرځي، ته به وایي چې دا له غره نه وسله وال راغلي دي.))
په همدې حال کې بیا د چارو شنونکي هم وایي، چې ورځ تر بلې بېلا بېلې وسله والې ډلې لیدل کېږي، چې په دولتي پلېټ لرونکو موټرونو کې ګرځي.
دوی وایي، که د ملي او ولایتي شورا کوم وکیل په دغه ډول غواړي خپل ساتونکي ولري، نو د دوی او د حکومت د وسله والو ظاهري توپیر ډېر ناشونی ښکاري.
د چارو شنونکي اسدالله لاروي کلید ته وویل، چې دغه ډول غیرقانوني وسله وال بیا د پولیسو پلټنو ته هم نه درېږي او په لوی لاس قانون تر پښو لاندې کوي.
لاروی زیاتوي، ډېر کله دوی لیدلي هغه کسان چې په لوړ پوړو چارواکو پورې اړوند وي، په تورو ښیښو کې ګرځي او هېڅوک يې نه پلټي: ((اصلاً که دا وکیلان غواړي، چې ځانونه ولس ته نېږدې کړي نو دا یې ښه لاره نه ده، دا کسان بیا تالاشیو ته هم نه درېږي او په لوی لاس قانون ماتوي.))
له بل لوري د ننګرهار ولایتي چارواکي هم مني، چې یو شمېر کسان لا هم په تورو ښیښو لرونکو موټرونو کې له غیرقانوني وسلو سره ګرځي، خو دوی وایي، د نیولو هڅې يې روانې دي.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي کلید ته وویل، دوی له بهرنیو او افغان ځواکونو سره په نوي پلان کار پیل کړی، څو هغه کسان چې قانون نه مراعتوي پر وړاندې یې جدي غبرګون وښودل شي: ((هو رښتیا هم یو شمېر کسان په تورو ښیښو لرونکو موټرو کې له غیرقانوني وسلو سره ګرځي، خو ژر به یې په اړه اقدام وشي، موږ پر یوې نوې طرحې کار پیل کړی دی.))
د ننګرهار یو شمېر اوسېدونکي په داسې حال کې د غیر مسوولو وسله والو له شتون او غیر قانونۍ شکایت کوي، چې په ځلونو ځلونو د دغه ډول کړنو د مخنیوي ژمنې شوې، خو وروسته په عملي توګه هېڅ هم نه دي شوي.
که څه هم د غیرمسوولو وسله والو شتون د افغانستان په ډېری ولایتونو کې په يوه جدي ستونزه بدل شوی او په ځينو سيمو کې حتا د دوی تر منځ نښتې هم رامنځته شوې دي، خو تر دې مهاله د حکومت له لوري د دغه ستونزې د هواري او د غیر مسوولو وسله والو د بې وسلې کولو لپاره د پام وړ کار نه دی شوی.
له بل لوري د تورو ښيښو لرونکو موټرونو ګرځول د قانون له مخې بند دي، خو تر دې مهاله هم پوليس نه دي توانېدلي چې د افغانستان په لويو ښارونو کې په ټوليز ډول د دغه موټرونو مخه ونيسي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA