د تورخم دروازه له نن سهار راهیسې د مسافرو د تګ راتګ پرمخ تړل شوې او د پولې دواړو لوریو ته سلګونه مسافر د دروازې پرانیستلو ته په تمه ناست دي.
د تورخم له سرحدي ښارګوټي یوه هټۍ وال جاوېد شینا له کلید سره په خبرو کې د غږ نه خپراوي په شرط وویل، چې له نن سهار راهیسې پاکستانیو ځواکونو د تورخم دروازه د مسافرو د تګ راتګ پرمخ تړلې او دوی وایي، چې په خپله سیمه کې یې له مرکز نه ځینې مسوولین د یو شمېر موضوعاتو په اړه ناسته لري.
شینا زیاتوي، مسافرو ته ویل شوي و، چې تر دو ستاعتو پورې به دغه دروازه خلاصه شي، خو ولې اوس دا دی څو ساعتونه تېر شوي او لا هم دروازه د مسافرو پرمخ تړلې ده.
په ورته وخت کې بیا د ننګرهار ولایتي چارواکي هم وایي، چې د تورخم دروازه د پاکستانیو منسوبینو له لوري اخوا د یوې غونډې په موخه د څو ساعتونو لپاره تړل شوې او ژر به پرانیستل شي.
د غه دروازه په داسې حال کې بیا تړل شوې، چې اوس هم هره ورځ دواړو لورو ته په زرګونه مسافر په دغې لارې تګ راتګ کوي.


