حزب اسلامي د کابل ښار په بادام باغ سيمه کې د مشرانو جرګې د لومړي مرستيال محمد علم ايزديار د زوى د جنازې په مراسمو کې پروني ځانمرګي بريدونه، چې له كبله يې لسګونو كسانو ته مرګ ژوبله اوښتې، په كلكه غندلي دي.
د دغه ګوند مطبوعاتي دفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، اسلام خپلو پيروانو ته د بې ګناه وګړو او د هغوى، چې په جګړې كې ښكېل نه وي، د وژلو او زورولو په كلكه مخنيوى كړى دى.
د سرچينې په وينا، دا كار هغه څوک كوي، چې هدف يې د خپل ولس د ملي يووالي له منځه وړل وي، د سولې او امن د قيام مخالف او په پرديو استخباراتي کړيو پورې نښتې وي.
حزب اسلامي له ټولو افغانانو غوښتي، چې د جګړې په خلاف سره لاسونه يو کړي او د سولې او امن د اوسنۍ پروسې، چې په پوره قوت سره مخته روانه ده، ملاتړ وكړي.
د عامې روغتيا وزارت وايي، چې د مشرانو جرګې د لومړي مرستيال محمد علم ايزديار د زوى د جنازې په مراسمو کې درېيو ځانمرګو بريدونو ۷ تنه وژلي او ۱۱۹ نور يې ټپيان كړي دي.
د دغو بريدونو مسووليت تراوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى.


