د ايران د بهرنيو چارو وزارت وايي، ترهګرۍ د افغانستان او سيمې امنيت او ثبات ګواښلي، چې په وړاندې يې بايد په ګډه مبارزه وشي.
د ايران د بهرنيو چارو وزارت وياند بهرام قاسمي وويل، چې ترهګر غواړي د افغانستان د مظلوم ملت په وړاندې د خپلو بادارانو غوښتنې پلې کړي او د وژنې له لارې د دوى امنيت وګواښي.
قاسمي زياته کړه، ټولې ډلې او ګوندونه، چې د سولې غوښتونکي دي، سره يو موټى دې شي او د بهرنيو استخباراتو شومې توطيې دې شنډې کړي.
د ايران د بهرنيو چارو وزارت وياند د کابل د تېرو ورځو بريدونه وغندل او له افغان ملت سره يې خواخوږي څرګنده کړه.


