ads

هند په برياليتوب سره بالستيک توغندی ازمويلی دی

د هند حکومت اعلان کړی، يو بالستيک توغندی، چې اټومي سرګلولې هم لېږدولی شي، په برياليتوب سره ازمويلی دی.

نویسنده: ISMAT MAYAR
13 غبرګولی 1396
هند په برياليتوب سره بالستيک توغندی ازمويلی دی

د هند حکومت اعلان کړی، يو بالستيک توغندی، چې اټومي سرګلولې هم لېږدولی شي، په برياليتوب سره ازمويلی دی.
د هند د پوځي مطبوعاتي ادارې ويلي، چې ياد پرمختللی بالستيک توغندی د دې هېواد اوړيشه ايالت کې د ګرځنده زغروال موټر څخه توغول شوی دی.
هندي چارواکو ويلي، ياد توغندی د ۳۵۰ کيلومټرو په واټن هدف ويشتلی شي او د يو ټن اټومي سرګلولو د لېږدولو وړتيا هم لري.
هند دا ازموينه په داسې حال کې کوي، چې د کشمير په سر له پاکستان سره يې اړيکې تر بل هر وخته ترينګلې شوې دي او وړمه ورځ هم د کشمير په صفري نقطو کې د دواړو هېوادونو تر منځ جګړه شوې ده.
ويل کېږي، په دې نښته کې نسبتا درنې وسلې هم کارول شوې دي، چې دواړو لوريو ته يې مرګ ژوبله هم اړولې ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA