ads

د بښنې نړيوال سازمان کابل کې په لاريون کوونکو ډزې غير قانوني عمل وباله

د بښنې نړيوال سازمان په کابل کې د تېرې ورځې په لاريون کوونکو د امنيتي ځواکونو له لوري ډزې يو غير قانوني عمل ياد کړی او د افغانستان له حکومته يې غوښتي، چې د وژل شويو لاريون کوونکو عاملين بايد محاکمه شي.

نویسنده: ISMAT MAYAR
13 غبرګولی 1396
د بښنې نړيوال سازمان کابل کې په لاريون کوونکو ډزې غير قانوني عمل وباله

د بښنې نړيوال سازمان په کابل کې د تېرې ورځې په لاريون کوونکو د امنيتي ځواکونو له لوري ډزې يو غير قانوني عمل ياد کړی او د افغانستان له حکومته يې غوښتي، چې د وژل شويو  لاريون کوونکو عاملين بايد محاکمه شي.
په هغه خبرپاڼه کې چې  د بښنې نړيوال سازمان له لوري خپره شوې، ويلي، په کابل کې په لاريون کوونکو د اوښکو ګاز کارولو او ډزې  د ملکي وګړو په اړه د افغان چارواکو بې پروايي څرګندوي.
له بل پلوه ياد سازمان غوښتي، چې د زنبق څلور لارې بريد دې په سمه توګه وڅېړل شي.
په ورته وخت ياد سازمان په افغانستان کې د نړيوال سازمان ( يوناما)  ته، په کابل کې په لاريون کوونکو د وژل کېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې.
افغانستان لپاره د يوناما ځانګړي استازي تاداميچي ياماموتو  ويلي، چې د کابل د لاريون کوونکو غوسه د چهار شنبې د ورځې د بريد په اړه د درک وړ ده، خو تاوتريخوالی د حل لار نه ده.
هغه زياته کړې، سوله ييز لاريون د اساسي قانون له مخې د هر افغان اساسي حق دی او بايد امنيتي ځواکونه او لاريون کوونکي له تاوتريخوالي ډډه وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ په لاريون کوونکو باندې د ډزو له کبله  پنځه تنه لاريون کوونکي ووژل شول او څه کم لس تنه ټپيان شول.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA