اسټراليا د سيمې او منطقې د ثبات په ګډوډولو کې د چين پر زياتېدونکي رول اندېښنه څرګنده کړه او خبرداری يې ور کړ، چې چين په سيمه کې نړيوال ثبات ته زيان اړوي.
دغه څرګندونې د اسټراليا لومړي وزير مالکوم ترنبول د جمعې په شپه په سينګاپور کې د اسيايي هېوادونو د دفاع وزيرانو په امنيتي ناسته کې کړې دي.
د اسټراليا لومړي وزير په ورته وخت کې ويلي، چې د سيمې او منطقې د امنيت ګډوډولو په صورت کې به خپله چين تر نورو زيات زيان وويني.
تر اوسه د چين حکومت په رسمي توګه د اسټراليا د لومړي وزير د څرګندونو په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.


