د جرمني حکومت کابل کې د چهارشنبې د ورځې له خونړي بريد وروسته د هغو افغان کډوالو ستنول ودرول، کوم چې په اجباري ډول له ياد هېواده ايستل کېدل.
د جرمني لومړۍ وزيرې انګلا مېرکل ويلي، د کابل له وروستي بريد وروسته بايد وضعيت په جدي توګه وڅېړل شي.
د مېرکل په خبره، دوی پرېکړه کړې، تر هغه چې د کابل وروستی بريد په سمه توګه ونه څېړل شي، افغان پناه غوښتونکي به د روان کال د جولای تر مياشتې له خپل هېواده ونه باسي.
خو هغې زياته کړې، چې د هغو کډوالو مخه به ونه نيسي، کوم چې په خپله خوښه له دې هېواده افغانستان ته ستنېږي.
د کابل له پېښې څو ګړۍ وروسته جرمني چارواکو د افغانانو ستنول د څو ورځو لپاره وځنډول.
د کډوالو په هکله د انګلا مېرکل د پرانيستي سياست له مخې دغه هېواد ته تر ۲۰۱۵ کال له يو ميليون ډېر کډوال لاړل، خو پر ۲۰۱۶ کال يې د کډوالو په هکله دريځ سخت کړ.


