د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې او ويسټ انډيز کرکټ لوبډلې ترمنځ لومړۍ شل اوريزه سيالۍ ترسره شوه.
دغه لوبه چې نن د کابل پر وخت ۴ بجې پيل شوې وه، د ويسټ انډيز کرکټ لوبډلې په بريا پای ته ورسېده.
د لوبې پچه افغانستان وګټله او خپله يې د توپوهنې پريکړه وکړه، چې په ټاکلو شلو اوورونو کې يې د ټولو لوبغاړو په سوځيدو ۱۱۰ منډې جوړې او سيالې لوبډلې ته يې ۱۱۱ منډې هدف ورکړ.
د افغان کرکټ ملي لوبډلې له لوري توپوهنه کې تر ټولو زياتې منډې، راشد خان ۳۳ او امير حمزه ۲۱ منډې جوړې کړې.
د ويسټ انډيز لوبډله وتوانېده، چې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو په ۱۶ اعشاريه درېيم اوور کې ياد هدف پوره کړي او ياده لوبه په شپږو ويکټو وګټي.
د افغان کرکټ ملي لوبډلې له لوري شاپور ځدراڼ ۲، راشدخان او کريم جنت يو- يو لوبغاړی وسوځول.
دا د شل اوريزو لوبو د لړۍ لومړۍ لوبه وه، چې د افغان کرېکټ لوبډلې په ماته پای ته ورسېده.
ټاکل شوې افغان لوبډله د شل اوريزو لوبو لړۍ وروسته درې يو ورځنۍ لوبې هم ترسره کړي.


