ads

اروزګان کې د وسله والو طالبانو د يوه قاضي په ګډون ۳ تنه وژل شوي

اروزګاني چارواکي وايي، په خاص اروزګان ولسوالۍ کې يې د وسله والو طالبانو د يوه قاضي په ګډون درې تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي.

نویسنده: ISMAT MAYAR
13 غبرګولی 1396
اروزګان کې د وسله والو طالبانو د يوه قاضي په ګډون ۳ تنه وژل شوي

اروزګاني چارواکي وايي، په خاص اروزګان ولسوالۍ کې يې د وسله والو طالبانو د يوه  قاضي په ګډون درې تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د خاص اروزګان ولسوالۍ امنيې قوماندان ملا عبدالصمدوايي، چې په دې ولسوالۍ کې يو پخوانی پوليس چې د وسله والو طالبانو له ليکو سره يوځای شوی و، چې د خپل منځي شخړې له کبله يې د يوه طالب سر پرې کړی دی.
د عبدالصمد په خبره، د وژل شوي وسله وال طالب قاتل غوښتل ځان پوليسو ته تسليم کړي، خو د نورو وسله والو له لوري نه پرېښودل شوی امنيتي ځواکونو ته ځان ورسوي.
د خاص اروزګان ولسوالۍ امنيې قوماندان په وينا، چې تېره ورځ وسله والو طالبانو غوښتل، ياد کس اعدام کړي، خو دامنيتي ځواکونو له لوري پرې توپچي بريدونه شوي او د طالبانو د يوه  قاضي په ګډون يې درې تنه وسله وال طالبان وژل او د نيول شوي کس اعدام هم تراوسه ځنډول شوی دی.
ديادوني وړ ده، چې خاص ارزګان دارزګان يوه له هغو ولسواليو څخه ده چې د تېرو څه باندې دوو کلونو راهيسې يې لار له مرکز ترينکوټ سره تړلې ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA