د نړۍ د يو شمېر نورو هېوادونو پر مشرانو سربېره د امريكا جمهور رئيس ډونالډ ټرمپ هم د كابل پرونۍ پېښه وغندله.
د ارګ په خبرپاڼه كې راغلي، چې ټرمپ له جمهور رئيس محمد اشرف غني سره په ټيليفوني خبرو كې د يادې پېښې له كبله د افغانستان له حكومت او خلكو سره خواخوږي څرګنده كړه.
د سرچينې په وينا، د امريكا جمهور رئيس دغه موټر بم ځانمرګى بريد يو تروريستي عمل وباله او ويې غانده.
په خبرپاڼه كې د ټرمپ له قوله ويل شوي، چې امريكا د افغانستان د حكومت او خلكو ترڅنګ ولاړه ده.
په ورته وخت كې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ويلي، د تېرې ورځې پېښه كې په کابل کې د دوى د سفارت نهه افغان ساتونکي وژل شوي او ۱۱ نور امريکايي ملکي وګړي، چې هلته يې قراردادي کارونه ترسره کول، ټپيان شوي دي.
د يو بل خبر له مخې، د هېواد جمهور رئيس امنيتي بنسټونو ته لارښوونه كړې، چې ياده پېښه په هر اړخيز ډول وڅېړي او د هېوادوالو د امنيت د ټينګښت لپاره جدي ګامونه پورته کړي.
جمهور رئيس غني همدارنګه د کور او ښار جوړولو وزارت او کابل ښاروالۍ ته لارښوونه كړې، چې د کابل د پرونۍ تروريستي پېښې له كبله تخريب شوې سيمې بېرته ورغوي.


