د هلمند په سنګين او ګرمسېر ولسواليو کې د پوځي عملياتو په مهال نهه وسله وال طالبان وژل شوي او اووه تنه نور ټپيان دي.
د هلمند ولايت د رسنيو دفتر څخه نن كليد ته رالېږل شوې خبرپاڼه كې راغلي، تېره ورځ د ګرمسېر ولسوالۍ جګروم او کارېزک سيمو کې د ملي اردو کومانډو ځواکونو د وسله والو مخالفينو پر پټنځايونو ځانګړي عمليات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې شپږ وسله وال طالبان وژل شوي، درې تنه ټپيان دي او څلور عرادې وسايط يې ويجاړ شوي دي.
د سرچينې په وينا، د سنګين ولسوالۍ امنيتي کمربندونو کې هم درې وسله وال طالبان وژل شوي او څلور تنه نور ټپيان شوي دي.
سرچينه زياتوي، په يادو نښتو کې افغان امنيتي ځواکونو ته کوم زيان نه دی اوښتی.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.
د ويلو ده، چې د هلمند په نادعلي، ګرمسېر، سنګين او ناوې ولسواليو، د مركز لښکرګاه شاوخوا او يو شمېر نورو سيمو کې د افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو پوځي عمليات په برياليتوب سره دوام لري.


