په ننګرهار ولايت كې موټر بم ځانمرګي بريد پنځو تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوګياڼي کليد ته وويل، نن سهار اته بجې او څلوېښت دقيقې د بهسودو ولسوالۍ اړوند د هوايي ډګر پر يوې امنيتي پوستې د کرولا موټر په وسيله ځانمرګي بريد شوى، چې له كبله يې يو افغان سرتېرى وژل شوى او يو بل ټپي دى.
نوموړي زياته كړه، په ياد بريد کې درې ولسي وګړي هم ټپيان شوي، چې اوس مهال په روغتون کې تر درملنې لاندې دي.
تراوسه د حکومت کومې مخالفې وسله والې ډلې په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.


