د افغانستان كركټ بورډ په كابل كې د پروني خونړي بريد له كبله د پاكستان له كركټ بورډ سره د سياليو او همكاريو هوكړه لغوه اعلان كړه.
د افغانستان د كركټ بورډ مطبوعاتي دفتر څخه خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي، د هېواد د سولې او ثبات دښمنانو يو ځل بيا د بې ګناه او بېوزلو افغانانو په وژنې سره دا په ډاګه کړه، چې دوى د سولې او دوستۍ وړ نه دي.
د سرچينې په وينا، د پرونۍ پېښې په اړه د امنيتي ادارو د موندنو له رپوټ سره سم او د افغان ولس د غوښتنو پر بنسټ د افغانستان کرکټ بورډ د پاکستان کرکټ بورډ سره د هر ډول سياليو او دوه اړخيزو اړيکو هوکړه لغوه کوي. سرچينه زياتوي، له داسې هېواد سره، چېرته چې ترور پالنه کېږي او د تروريستانو ځالې په کې موجودې دي، د هېڅ ډول دوستانه سياليو او دوه اړخيزو همکاريو هوکړه د تطبيق او دوام وړ نه ده. د يادونې وړ ده، چې څو ورځې وړاندې اسلام اباد ته د افغانستان د كركټ بورډ پلاوي د سفر په مهال د دواړو لوريو ترمنځ پر يو شمېر سياليو او دوه اړخيزو اړيكو هوكړه وشوه، خو وروسته ګڼ شمېر هېوادوالو په ځانګړي ډول د ټولنيزو شبکو کاروونکو له دغې هوكړې سره سخت مخالفت څرګند كړ.
وروسته بيا د هېواد د کرکټ بورډ مشر په يوه خبري غونډه كې وويل، چې د افغانستان او پاکستان د لوبغاړو ترمنځ د کرکټ لوبو ترسره کول د دواړو هېوادونو په ګټه دي او دوى نه غواړي، چې ورزش له سياسي مسايلو سره وتړي.


