حكومت امنيتي ځواكونو ته ځينې ځانګړي صلاحيتونه وركوي

جمهور رئيس محمد اشرف غني وايي، چې د ملي يووالي حكومت به له سياسي، جهادي او قومي مشرانو، ديني عالمانو، مدني ټولنې، مېرمنو، ځوانانو او د ملت له منتخبو استازو سره له سلا مشورې وروسته خپلو امنيتي او دفاعي ځواكونو ته د تروريزم د ځپلو په خاطر حالاتو ته په پام د ځينو ځانګړو صلاحيتونو د وركولو امر وكړي.