جمهور رئيس محمد اشرف غني وايي، چې د ملي يووالي حكومت به له سياسي، جهادي او قومي مشرانو، ديني عالمانو، مدني ټولنې، مېرمنو، ځوانانو او د ملت له منتخبو استازو سره له سلا مشورې وروسته خپلو امنيتي او دفاعي ځواكونو ته د تروريزم د ځپلو په خاطر حالاتو ته په پام د ځينو ځانګړو صلاحيتونو د وركولو امر وكړي.
نوموړي دا څرګندونې په كابل كې د پرونۍ پېښې په اړه افغان ملت ته په وينا كې كړې دي.
هغه زياته كړې، چې د افغانستان مېړني امنيتي او دفاعي ځواكونه د نړيوالې ترهګرۍ په ضد د مبارزې په لومړۍ كرښه كې دي او د افغانستان، سيمې او نړۍ د ثبات په هدف د ترهګرو ډلو په ضد مبارزه په مېړانې پر مخ بيايي.
بلخوا جمهور رئيس محمد اشرف غني تېر ماښام غازي امان الله خان روغتون ته د کابل د پرونۍ تروريستي پېښې د ټپيانو پوښتنې ته ورغى او هغوى ته يې ډاډګيرنه ورکړه.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر وايي، د هېواد جمهور رئيس ته، چې د ټپيانو د پوښتنې په مهال يې د ډاکټرانو يو ټيم ملتيا کوله، د ډاکټرانو له خوا د ټپيانو د وضعيت په اړه معلومات وركړل شول.
جمهور رئيس غني د ياد روغتون مسوولينو ته لارښوونه وکړه، چې د ټپيانو د درملنې په برخه کې له ټولو امکاناتو ګټه پورته كړي.
پرون سهار د کابل ښار د لسمې امنيتي حوزې اړوندې زنبق څلور لارې ته نږدې د يوه ټانکر په وسيله ځانمرګى بريد وشو، چې د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې، په دې پېښه کې نږدې ۱۰۰ تنه وژل شوي او تر ۴۵۰ زيات ټپيان دي.


