په كابل ښار كې نن سهار شاوخوا اته نيمې بجې يوه زوروه چاودنه وشوه.
د کابل ښار د بېلابېلو سيمو يو شمېر اوسېدونكو كليد ته وويل، چې چاودنه دومره زوروره وه، چې د دوى د كورونو ښيښې يې ماتې كړې دي.
د چاودنې د نوعيت او هدف په اړه كره معلومات په لاس كې نشته.
خو يوې امنيتي سرچينې كليد ته وويل، چې دغه چاودنه د زنبق څلور لارې او وزير محمد اكبر خان ترمنځ سيمه كې شوې او ويل كېږي، چې هدف يې يو نظامي كمپ و.
تراوسه معلومه نه ده، چې دغه نظامي كمپ په افغانانو او كه بهرنيانو پورې تړاو لري.
امنيتي چارواكو تراوسه د چاودنې د زيانونو په اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.
د پېښې مسووليت تراوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى.


